د پاکستان پوځ د هندوستان د پوځ د قومندان څرګندونو ته غبرګون وښود
(last modified Fri, 20 Dec 2019 03:13:13 GMT )
Dec 20, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ د هندوستان د پوځ د قومندان څرګندونو ته غبرګون وښود

د پاکستان د پوځ ویاند د هندوستان د پوځ د قومندان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: پاکستاني پوځیان د هر ډول ګواښ په وړاندې تیارسي او چمتو دي.

آصف غفور پرون د بِپین راوت وروستۍ څرګندونې راپارونکې وبللې او هغه یې په دغه هیواد کښې له مسلمانانو پرته نورو مهاجرینو ته د ښاریزتوب د حق د ورکړې د نوي قانون په شمول په دغه هیواد کښې د مسلمانانو خلاف له غیرقانوني اقداماتو د عامه افکارو د غړولو لپاره د هندوستان یو کوشش وباله.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د هندوستان د پوځ قومندان په دې وروستیو کښې په یولړ څرګندونو کښې پاکستان په کشمیر کنټرول لاین کښې د اوربند د تړون په خلاف ورزۍ تورن کړی او ویلې یې دي چې د پاکستان له خوا د سرحدي اوربند د تړون خلاف ورزي د سرحدي شخړو د ډیریدو احتمال زیاتوي.

 

ټیګونه