پاکستان د کشمیر په کنټرول کرښه کې هند په متقابل اقدام وګواښه
ده زیاته کړی ده چی د پاکستان د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندی عسکرو حملې په دغه سیمه کی د نوی توغندوی پلیټ فارم له ځای پر ځای کولو وروسته زیاتې شوی دی .
دتسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د کشمیر په کنټرول کرښه کې د پاکستان په مسکونی سیمو د هندی عسکرو د دوامداره ډزو په غبرګون کې نوې ډیلې په متقابل اقدام وګواښه .
عمران خان وویل د کشمیر په کنټرول کرښه کې د پاکستان د ځینو سیمو پرضد د هندی عسکرو د تیرې ورځې حملې د پاکستان د پوله ساتونکیو ځواکونو په ځیرتیا سره په بشپړه درول شوی دی .
ده زیاته کړی ده چی د پاکستان د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندی عسکرو حملې په دغه سیمه کی د نوی توغندوی پلیټ فارم له ځای پر ځای کولو وروسته زیاتې شوی دی .
د هندوستان او پاکستان ترمینځ تاوتریخوالې په کشمیر کې د ځانګړو اختیاراتو د لغوه کولو او د د دغې سیمې د نفوسی جوړښت د بدلولو لپاره د هند حکومت له فیصلې وروسته زیات شوې دې .