د پاکستان الوتکه نسکوره شوي او پایلوټ یې وژل شوی
Mar 11, 2020 10:55 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې په شکر پړیان سیمه کښې په چاند تاره ځنګل کښې د هوايي ځواک د ایف شپاړس جنګي الوتکې د نسکوریدا په پیښه کښې وینګ کمانډر نعمان اکرم ووژل شو .
د پاکستان د هوايي ځواک ایف شپاړس جنګي الوتکه د مارچ د درویشتمې (۲۳)نیټې د مراسمو لپاره په تمرین بوخته وه چې د اسلام اباد په چاند تاره ځنګل کښې نسکوره شوه .
د پاکستان هوايي ځواک د الوتکې د نسکوریدا د پیښې په هکله د تحقیقاتو د ترسره کولو لپاره یوه (۱)تحقیقاتي ډله جوړه کړي ده .
د پاکستان حکومتي عسکرو د الوتکې د پیښې ځاې کلابند کړی دی او ځايی حکومت د اور په مړکولو کښې له مشکلاتو سره مخامخ دی ځکه چې الوتکه په ځنګل کښې غورځیدلي ده او هلته لاسرسی ستونزمن دی .
ټیګونه