پاکستاني حقوق پوهانو د فرانسې خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94161-پاکستاني_حقوق_پوهانو_د_فرانسې_خلاف_مظاهرې_وکړې
د اسلام آباد پرونۍ مظاهرې تر سختو امنیتي تابیاؤ لاندې ترسره شوې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2020 04:22 Asia/Kabul
  • پاکستاني حقوق پوهانو د فرانسې خلاف مظاهرې وکړې

د اسلام آباد پرونۍ مظاهرې تر سختو امنیتي تابیاؤ لاندې ترسره شوې

د پاکستان یوه ډله حقوق پوهانو او په څارنوالۍ پورې د پیئلو تنظیمونو غړو پرون د چارلي هبډو مجلې په سپک اقدام او د فرانسې د ولسمشر په اسلامي ضده دریځونو باندې اعتراض کښې په پلازمینې اسلام آباد کښې د مظاهرو په کولو سره د فرانسې د سفارت د بندولو غوښتنه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې پاکستاني حقوق پوهانو پرون مازیګر د اسلام آباد له جناح سړک څخه فرانسوي ضده مظاهرې پیل کړې او د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ چې د سفارتي سیمې په تیره بیا د فرانسې د سفارت مخې ته ده، پاې ته ورسولې.

مظاهره چیانو د فرانسوي چارواکو په شمول د لویدیځو ټولنو خلاف شعارونه ورکړل او د اسلام د مقدساتو د سپکاوي په وړاندې د پاریس شرمناک دریځونه یې له سپکاوي د ډکو خاکو د خپرولو لپاره د چارلي هبډو فرانسوي خپرندوې د بیاځلې سپک کار وجه اعلان کړه.

د اسلام آباد پرونۍ مظاهرې تر سختو امنیتي تابیاؤ لاندې ترسره شوې ځکه دا ویره موجوده وه چې سلګونه تنه قهریدلي مظاهره چیان سفارتي سیمې ته ورننوځي او د فرانسې د سفارت مخې ته راغونډ شي یا اوږدې پرلتۍ ووهي.

په عین حال کښې د پاکستان په پلازمینې کښې د حقوقي تنظیمونو مشرانو په یوه وینا کښې په اروپا کښې له اسلامه د ویرونې خلاف د خپل هیواد د حکومت د جدي اقدام غوښتنه وکړه او ویې ویل: باید د فرانسې د سفارت په بندولو یا یې د سفیر په ایستلو سره د اسلام دښمنانو او په اروپا کښې د هغوي عواملو ته سخت ځواب ورکړې شي.