:رحمةللعالمین کنفرانس:د مسلمانانوپه وحدت ټينګارکوي
مسلمانان باید په خود کې شي او نوره دې د استعماري کړیو او د هغوي د تالی څټو په دسیسو نه غولیږي او دسوچه محمدي اسلام تر بیرغ لاندې دې یووالي او یوه زړه توب ته مخه کړي .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان په اسلام اباد کې پرون د :رحمةللعالمین : په نامې سره د وحدت کنفرانس د اهل تشیَع او اهل تسنن ونیاوالود مسلمانانو ترمینځ د وحدت د له مینځه وړلو او د درز اوتفرقې لپاره د امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم د دسیسو په باب خبرداری ورکړ .
په دغه سیمنار کې ګډونکو،ټينګار کړی،په سیمې کې د امریکا د شتون دوام ،دترګرۍ،اړۍ ګړۍ له زیاتیدا او دګډوډیو له پراختیا پرته بله هیڅ نتیجه نه ده د رلودلې .
د پاکستان مذهبی عالمانو او متفکرانو په دغه سیمنار کې همداراز د فلسطین له آئيډئيلونو سره وروستي خیانتونه او همداراز د اسرائيلو د ناروا رژيم د رسمیّت د وربخښلو لپاره هڅه او د اسلام د ګران پيغمبر سپيڅلي حیثیت او د مسلمانانو اقدارو ته د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سپکاوي په کلکه محکوم کړي او وئیلی ئې دي، مسلمانان باید په خود کې شي او نوره دې د استعماري کړیو او د هغوي د تالی څټو په دسیسو نه غولیږي او دسوچه محمدي اسلام تر بیرغ لاندې دې یووالي او یوه زړه توب ته مخه کړي .