په ګلګت بلتستان کښې نن انتخابات ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i94207-په_ګلګت_بلتستان_کښې_نن_انتخابات_ترسره_کیږي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کښې نن انتخابات ترسره کیږي او دا په دغه سیمه کښې تر ټولو مهم انتخابات ګڼل کیږي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 15, 2020 11:49 Asia/Kabul
  • په ګلګت بلتستان کښې نن انتخابات ترسره کیږي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کښې نن انتخابات ترسره کیږي او دا په دغه سیمه کښې تر ټولو مهم انتخابات ګڼل کیږي .

په ګلګت بلتستان سیمه کښې دغو انتخاباتو دا ځل  په دې وجه زیات اهمیت موندلی دی چې د پاکستان د حکومت دوو(۲) مهمو مخالفو سیاسي ګوندونو پیاوړي انتخاباتي کمپاینونه پیل کړي دي .

دغه انتخابات به د پاکستان د تحریک انصاف او دغه راز د پاکستان د حکومت د دوو (۱) مخالفو سیاسي ګوندونو پیپلز او مسلم لیګ نوازشریف څانګې لپاره یو(۱) ستر امتحان وي .

په ګلګت بلتستان سیمه کښې په انتخاباتو کښې د څلورو (۴) میرمنو په شمول کابو درې سوه دیرش (۳۳۰) کاندیدان د پارلمان د څلرویشتو (۲۴) څوکیو لپاره له یوبل سره سیالۍ کوي .

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زررداي کوم چې اوه (۷) ورځې په ګلګت سیمه کښې و د خپل ګوند لپاره انتخاباتي کمپاین چلوي .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم ګلګت ته رسیدلی دی چې د ګلګت بلتستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په مراسمو کښې ګډون وکړي .

عمران خان په ګلګت کښې وویل چې دغه سیمې ته به زر د صوبۍ حیثیت ورکړل شي .

سیاسي شناندي وايي د ګلګت بلتستان سیمې په انتخاباتو کښې به ترټولو سخته سیالۍ د پیپلز ګوند او د تحریک انصاف ترمنځ وي .

Image Caption