په ګلګت بلتسان انتخاباتوکې تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګټلي دي
وروستی راپورونه ښئ چې د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د ګلګت بلتستان سیمې د انتخاباتو نتیجې رد کړي او وئيلي ئې دي ، په دغو انتخاباتو کې د واکمن لوري په ګټه درغلۍ شوي دي ، خو تر دې دمه ددغو انتخاباتو رسمي نتیجې نه دي اعلان شوي .
زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، دپاکستان په ګلګت بلتستان شمالي سیمو کې په انتخاباتو کې چې دنومبر په پنځلسمه نیټه ترسره شوي ، تر دې دمه د غیر سرکاري نتیجو په اساس د پاکستان تحریک انصاف واکمن ګوند تر دې دمه ددغې سیمې د ټولو ۲۳څوکیو څخه نهه څوکۍ ګټلي دي .
راپور ښئ په دغې سیمې کې دغیر رسمي نتیجو په اساس آزادو کاندیدانو هم اوه څوکۍ ، پيپلز پارټۍ څلور ، ایم ډبلیو ایم یا مجلس وحدت مسلمین غورځنګ یوه څوکۍ ګټلې ده . دغه راز وئيل کیږي ،مسلم لیګ ن څانګې هم دوه څوکۍ ګټلي دي .