د پاکستان د جمعیت علمای اسلام څلور غړي وویستل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95025
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې د مولانا شیراني په شمول څلور (۴) کسان له ګوند څخه وویستل .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 26, 2020 06:20 Asia/Kabul
  • د پاکستان د جمعیت علمای اسلام څلور غړي وویستل شول

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې د مولانا شیراني په شمول څلور (۴) کسان له ګوند څخه وویستل .

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن څانګې څلورو(۴) ایستل شویو کسانو د لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند د حکومت پرضد د حکومت د مخالف غورځنګ پي ډیم ایم په هکله د مولانا فضل الرحمان فیصلې غندلي دي .

په دغو څلورو (۴) ایستل شویو کسانو کښې مولانا محمد خان شیراني ، حافظ حسین احمد ، مولانا نصیب خان او مولانا شجاع الملک شامل دي .

د دغو څلورو () کسانو په ایستلو کښې د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې دغه فیصله وروسته له دې شوي ده چې د نوموړي ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان او د پاکستان د اسلامي نظریاني کونسل د پخواني مشر مولانا محمد شیراني ترمینځ سخت اختلافات رامینځته شوي دي .

مولانا شیراني د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې په مشر مولانا فضل الرحمان باندې سخت تورونه لګولي دي او د پاکستان د ډیموکراټیک اتحاد د غورځنګ سیاستونه یې رد کړي دي .

مولانا شیراني ویلي دي چې د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان ګوند مشر په خپله انتصاب شوی یعني سیلیکټ شوی  دی نو هغه څرنګه لومړی وزیر عمران خان او نور کسان انتصاب شوي بولي .