پاکستان په تیاره کښې ډوب شو
د پاکستان د انرجۍ وزیر بیګا د دغه هیواد د بریښنا د غوڅیدو خبر ورکړ
د پاکستان د انرجۍ وزیر بیګا د دغه هیواد د بریښنا د غوڅیدو خبر ورکړ
عمر ایوب خان په ټویټر کښې تقریباً په ټول پاکستان کښې د بریښنا د بندیدو د خبر په اعلانولو سره، د دې کار وجه د بریښنا د انتقال د نیټ ورک د فریکوینسۍ ناڅاپه غورځیدل وبلل.
د پاکستان د انرجۍ وزیر په دوام کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اړونده چارواکي د دغې ستونزې د هوارولو هلې ځلې کوي، له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې له صبر او زغم نه کار واخلي.
په عین حال کښې د پاکستان د وزیراعظم صلاحکار شهباز ګل په یو ټویټ کښې وویل: په ټول هیواد کښې د بریښنا بندیدل د بریښنا په ملي نیټ ورک کښې د تخنیکي ستونزې له امله دي.
د رسنیو د خبر له مخې بیګا د شپې په لس کم دولس 23:50 بجې د پاکستان د څه باندې ۸۰ فیصده سیمو بریښنا بنده شوه.