د پاکستان د۱۵۴پارلیماني استازو غړیتوب وځنډول شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i95454-د_پاکستان_د۱۵۴پارلیماني_استازو_غړیتوب_وځنډول_شو
د پاکستان د اساسی قانون په اساس د دغه هیواد د پارلیمان استازي چې شمیر ئې یو زر یو سل پنځه نوي تنه کیږي ، باید د هرکال د ستمبر تر وروستیو پورې دخپلو شتمنیو لیسټ دغه کمیشن ته وړاندې کړي ، دغه نیټه په تیر دسمبر کې پاي ته رسیدلې او په نهائي مرحلې کې د جنورۍ تر اولسمې نیټې پورې تمدید شوي وه
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 19, 2021 12:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان د۱۵۴پارلیماني استازو غړیتوب وځنډول شو

د پاکستان د اساسی قانون په اساس د دغه هیواد د پارلیمان استازي چې شمیر ئې یو زر یو سل پنځه نوي تنه کیږي ، باید د هرکال د ستمبر تر وروستیو پورې دخپلو شتمنیو لیسټ دغه کمیشن ته وړاندې کړي ، دغه نیټه په تیر دسمبر کې پاي ته رسیدلې او په نهائي مرحلې کې د جنورۍ تر اولسمې نیټې پورې تمدید شوي وه

ایرنا خبری آژانس راپور راکړ  د پاکستان د انتخاباتو کمیشن  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،  د پاکستان دیو شمیر حکومتی وزیرانو پشمول  د ولسی ، مشرانو  او صوبائي جرګو د  یوسل څلور پنځوس استازو غړیتوب ئې، دغه کمیشن ته د  د خپلو شخصي شتمنیو  سره د اړونده جزیاتو د نه وړاندې کولو په دلیل   ځنډولی دی  

   د پاکستان د اساسی قانون په اساس  د دغه هیواد د پارلیمان استازي  چې شمیر ئې یو زر  یو سل پنځه نوي تنه کیږي ، باید د  هرکال د ستمبر تر وروستیو پورې  دخپلو شتمنیو لیسټ  دغه کمیشن ته وړاندې کړي ، دغه نیټه  په تیر دسمبر کې  پاي ته رسیدلې  او په نهائي مرحلې کې    د جنورۍ تر اولسمې نیټې پورې تمدید شوي وه

داپّه داسې  حال  کې دي  چې د پاکستان د حکومت  د  اپوزیشن ائيتلاف پي ډي ایم  درست غړي ګوندونه او ډلې ټپلې  نن  په اسلام اباد کې  دانتخاباتي کمیشن په وړاندې ستره مظاهره کوي  او  دهغه څه په ضد چې  دوي ئې  د ۲۰۱۸ په عمومي انتخاباتو کې د واکمن لوري دخلاف ورزي کولو ادعا کوي ، خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کوي .