له ایران سره د اړیکو په پراختیا د پاکستاني چارواکي ټینګار
(last modified Sun, 14 Feb 2021 03:10:15 GMT )
Feb 14, 2021 07:40 Asia/Kabul
  • له ایران سره د اړیکو په پراختیا د پاکستاني چارواکي ټینګار

د پاکستان د سمندري ټرانسپورټ د ملي موسسې مشر د ټرانسپورټ او امنیت په شمول مختلفو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د پاکستان د سمندري ټرانسپورټ د ملي موسسې مشر د ټرانسپورټ او امنیت په شمول مختلفو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ایرنا د خبر له مخې دویم ایډمرل علي عباس پرون په کراچۍ کښې د سمندري ټرانسپورټ د نهمې نړیوالې غونډې ترڅنګ، په (امن-۲۰۲۱) نومې نړیوالې مانورې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي پلاوي شتون ډیر مهم وباله او ویې ویل: دغه پیښه د متقابلو ملګرتیا په تیره بیا په هند سمندر کښې د امنیت د پیاوړتیا په لړ کښې د دواړو هیوادونو لپاره یو فرصت دی.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان سمندري ځواک په امن۲۱ نومې څو ملیتي مشقونو کښې د ایران د پوځي پلاوي د کوربه توب ویاړ ترلاسه کړی او دغه شتون، د ایران د اسلامي جمهوریت له ولس او حکومت سره د پاکستان د خلکو او حکومت په تاریخي او ورورولیزو اړیکو باندې د اعتراف لپاره یو بل فرصت دی.

علي عباس څرګنده کړه: د چابهار او د ګوادر بندرونه د ایران او پاکستان دوه ملګري بندرونه دي او پکار دي چې د هغو د وړتیاؤ په پراخولو سره یې د ګټه ورو او متقابلو ملګرتیاو لاره برابره شي.