د پاکستان قومي اسمبلۍ عمران خان ته د اعتماد رائې ورکړه
د پاکستان وزيراعظم د دغه هېواد د قومي اسمبلۍ د ۱۷۸ استازيو په ملاتړ سره د خپل اقتدار ساتنه وکړه.
د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د سېنټ د وروستيو انتخاباتو په سر له اپوزيشن سره له مقابلې او لانجو وروسته د پاکستان په قومي اسمبلۍ کښې له ټولو ۳۴۲ چوکيو څخه د ۱۷۸ استازيو د ملاتړ او اعتماد د رائې په حاصلولو سره خپل اقتدار وساتۀ.
د قومي اسمبلۍ په نننۍ غونډه کښې د دغه هېواد د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا د دغه هېواد وزيراعظم ته د اعتماد د رائې ليک وړاندې شو او بيا د واکمن ګوند په توګه د تحريک انصاف ګوند بيا د عمران خان له حکومت سره د ائتلافي ګوندونود ټولو استازيو په شتون سره د پاکستان د قومي اسمبلۍ مشر رائې اخېستنه شروع کړه.
د اپوزيشن استازيو په قومي اسمبلۍ کښې د حاضرېدو بائيکاټ کړے ؤ او له هغو څخه هيڅ يو د رائې اخېستنې په غونډه کښې ګډون ونه کړ.
عمران خان چې د اقتدار د ساتنې لپاره يې ۱۷۲ رايو ته ضرورت لرۀ په شپږو زياتو موافقو رايو يعنې د اعتماد د ۱۷۸ رايو په حاصلولو کښې کامياب شو.
د پاکستاني رسنيو د رپوټونو له مخې نن د دغه هېواد په پارلېمان کښې د اعتماد د رائيو له اخېستنې سره په يو وخت له پارلمانه په بهر د د عمران خان د ملاتړ او مخالفو نمائندګانو ترمېنځ نښتو د پاکستان د پائېتخت فضاء تريخجنه کړه.