پاکستان او قطر په فارس خلیج کښې ګډه سمندري مانوره وکړه
Mar 30, 2021 05:21 Asia/Kabul
د پاکستان او قطر سمندري ځواکونو پرون په فارس خلیج کښې ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل
د پاکستان او قطر سمندري ځواکونو پرون په فارس خلیج کښې ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل
د پاکستان د پوځ سمندري ځواک په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي چې دغه مانوره او مشقونه د قطر د حمد بندر په اوبو کښې ترسره شول.
په یادو مشقونو کښې د قطر د سمندري ځواک دریو کشتیو او الوتکې او د پاکستان د سمندري ځواک دوو کشتیو برخه واخیستله.
د پاکستان د سمندري ځواک په بیانیه کښې راغلي دي چې د دې مانورې د ترسره کولو موخه د دواړو هیوادونو د سمندري ځواکونو ترمینځ د ملګرتیا او اړیکو پیاوړې کول دي.
تیره میاشت هم د قطر، پاکستان، امریکې، جاپان، عمان او روسیې د سمندري ځواکونو په شتون سره ګډ سمندري مشقونه ترسره شوي وو.
ټیګونه