فرانسې خپلو ښاریزو ته له پاکستانه د وتلو سپارښتنه وکړه
په پاکستان کښې د فرانسې سفارت پرون ویلي چې دغې سفارتخانې په پاکستان کښې د خپلې عملې او کارکونکو شمیر هم کم کړی دی.
اسلام آباد کښې د فرانسې سفارت د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې له فرانسوي ضده مظاهرو وروسته خپلو ښاریزو ته سپارښتنه وکړه چې په امنیتي وجوهاتو له دغه هیواده ووځي.
په پاکستان کښې د فرانسې سفارت پرون ویلي چې دغې سفارتخانې په پاکستان کښې د خپلې عملې او کارکونکو شمیر هم کم کړی دی.
اسلام آباد کښې د فرانسې سفارت هم داشان په پاکستان کښې له ټولو فرانسوي شرکتونو وغوښتل چې د څه مودې لپاره خپل فعالیتونه بند کړي.
د ویلو ده چې د تحریکِ لبیک مذهبي ډلې معترضانو له تیرې دوشنبې څخه د فرانسوي ضده مظاهرو په کولو سره، په فرانسه کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په وجه له اسلام آباده د دغه هیواد د سفیر د ایستلو غوښتنه کړې ده.