پاکستانیان د قدس د نړیوالې ورځې نمانځلو ته لیواله دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i99832-پاکستانیان_د_قدس_د_نړیوالې_ورځې_نمانځلو_ته_لیواله_دي
د پاکستان خلک د نړۍ د نورو هیوادونو د مسلمانانو سره هم مهاله ځانونه د رمضان په وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په مراسمو کښې ګډون ته تیاروي.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
May 04, 2021 07:32 Asia/Kabul
  • پاکستانیان د قدس د نړیوالې ورځې نمانځلو ته لیواله دي

د پاکستان خلک د نړۍ د نورو هیوادونو د مسلمانانو سره هم مهاله ځانونه د رمضان په وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په مراسمو کښې ګډون ته تیاروي.

د پاکستان خلک د نړۍ د نورو هیوادونو د مسلمانانو سره هم مهاله ځانونه د رمضان په وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په مراسمو کښې ګډون ته تیاروي.

د پاکستان د مختلفو سیاسي او مذهبي ډلو مشرانو او نمایندګانو په دغه هیواد کښې د کرونايي حالاتو باوجود د خبرپاڼې، بیانیې او مرکې په خپرولو سره د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چې د قدس نړیواله ورځ د کرونايي پروټوکولونو په بشپړ خیال ساتلو سره ترسره کړي.

د پاکستان د مجلس وحدتِ مسلمین عمومي منشي علامه راجا ناصر عباس جعفري هم په یوې خبرپاڼې کښې د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ او جنایتونو د دوام په غندلو سره ټینګار وکړ چې د پاکستان مسلمانان تل د فلسطین له ولسه ملاتړ کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر امام خمیني(رح) په نوښت د رمضان د میاشتې وروستۍ جمعه د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده.

د ویلو ده چې د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدو راهیسې د صهیونیسټي رژيم پوځیانو په غزې تړانګې، بیت المقدس او د فلسطین په نورو سیمو کښې د فلسطینیانو خلاف خپلې حملې لاسختې کړې دي.