-
د TTP بریدونو زیاتوالی او د پاکستان او افغانستان اړیکو ترینګلتیا
Feb 01, 2023 12:40د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د TTP یا تحریک طالبانو د بریدونو زیاتوالي له امله د پاکستان او افغانستان د واکمنانو ترمنځ د ډیلاکونو پیل کېدو او اړیکو ترینګلتیا په اړه مو د تهران غږ راډیو په دې خپرونه کې بحث کړی. د خپرونې کوربه : عطاءالله خوږیاڼی میلمانه : د خوست او پکتیا ولایتونو پخوانی والي او شنوونکی محمد حلیم فدایي د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت الله اندړ او د وحدت مسلمین د مجلس مخکښ غړی مولانا اقبال بهشتي
-
د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرۍ تخمونه موږ په خپله کرلي
Feb 01, 2023 11:12د پاکستان دفاع وزیر د دغه هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې د پیل شوې ترهګرۍ تخم پخپله پاکستان کرلی او ورسره په جګړه کې هم تنها پاتی دی.
-
پاکستان تراوسه د ګازو نل لیکه نه ده بشپړه کړي
Feb 01, 2023 09:07زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان او د ایران د ګازو د پایپ لاین د تړون په هکله په خپلو ژمنو باندې په عمل کولو کښې د پاکستان د اته کلن ځنډ په خاطر د اتلس میلیارډه ډالره ګرمې غوښتنه کړي ده.
-
پاکستان کښې د پولیسو په مرکز بیا برید شوی
Feb 01, 2023 08:43زمونږ خبریال راپور راکړی د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې غړیو بیګا د پنجاب صوبې په میانوالي سیمه کښې د پولیسو په یوه مرکز برید وکړ.
-
د افغان طالبانو لخوا د پاکستان د پېښور د ترهه ګرې حملې د غندلو په اړه راپور
Jan 31, 2023 11:39د افغان طالبانو لخوادپاکستان د پیښورد ترهه ګرې حملې د غندلو په اړه راپور
-
د پاکستان پوځ په دووعملیاتوکې څلور ترهه ګرهلاک کړي
Feb 01, 2023 01:47له دې سره په یووخت د پاکستان دپوځ د کورکمانډرانو ناسته هم دپوځ د مشر قوماندان جنرال عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوي او هوډ ئې څرګند کړی چې ترهه ګرو ته به هیڅکله هم د خلکو د آرامښت د اخستو اجازت ورنکړي او د دوي په خلاف به خپلو پاکونکو عملیاتو ته دوام ورکړي.البته په پاکستان کې د وروستۍ پيښې په شان د غمیزو عاملان تر دې دمه سزا شوي نه دي.
-
د پاکستان او آ ئي ایم ایف ترمینځ د ۶میلیارډ ډالري پور په اړه خبرې دوام لري
Feb 01, 2023 01:35د پاکستان حکومت له دغو خبرواترو مخکې په هیواد کې د بریښنا ،پيټرولو او ډیزلو بیّې لوړې کړي دي او د ډالرو بیّې هم تر ریکارډ حده زیاتې شوي دي . چې همدغه د آئي ایم ایف له خوا د پور د ورکونې ځيني شرائط دي، چې د پاکستان د ولس ژوند ئې تر ډيره حده تریخ کړی دی .
-
د ترهه ګرۍ په باب دطالبانو په ضددتورونو دوام
Jan 31, 2023 11:28د پاکستان خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې په یوه جومات کې په ترهه ګرې او ځان مرګي حملې پسې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر د افغانستان پر طالب واکوالانو غږ کړی،په دغې موضوع دې غور وکړي.
-
پاکستان له طالبانو غوښتي چې له ترهګرو سره مقابله وکړي
Jan 31, 2023 10:39د دوشنبې په ورځ په پېښور کې له خونړي ترهګریز برید وروسته، د پاکستان دفاع وزیر له افغانستانه وغوښتل چې د دې هېواد له خاورې د ترهګرو د استفادې مخه ونیسي.
-
د پاکستان په پېښور ښار کې د چاودنې د قربانیانو شمېره ۹۳ کسانو ته ورسېده
Jan 31, 2023 08:39د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د خیبرپښتونخوا صوبې مرکز د پېښور ښار په یوه جومات کې د ترهګریز برید د مړو شمېره ۹۳ کسانو ته لوړه شوه.