-
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته په ناڅاپي سفر تللی
Mar 22, 2025 04:07یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون جمعه کابل ته تللی دی او هلته به له طالبانو سره لیدنې ولري.
-
پاکستان کې د بشري حقونو نقض باید پای ومومي
Mar 22, 2025 03:06د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو پراخ نقض باید پای ومومي.
-
پر یمن بمباري د سیمې وضعیت پېچلی کوي
Mar 21, 2025 03:54پارس ټوډې - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یمنیانو ترمنځ د خبرو اترو له ملاتړ څخه د خپل هېواد پر درېځ باندې ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې پر یمن بمباري او غچ اخیستونکي اقدامات د سیمې وضعیت پېچلی کوي.
-
عمران خان: افغانستان د پاکستان دښمن نه دی
Mar 19, 2025 12:40د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي دي چې افغانستان د پاکستان دښمن نه دی او اسلام آباد باید د خپل ګاونډي هیواد سره له شخړې ډډه وکړي.
-
د افغانستان په خاورې کې به ترهه ګر بیا هم تعقیب کړو
Mar 20, 2025 02:56د پاکستان دفاع وزیر په افغانستان کې دتحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د جګړه مارو د شتون په ادعا سره په دغه هیواد داخل کې پر دوي د حملو ګواښ وکړ.
-
د نوروز نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي
Mar 20, 2025 01:27پارس ټوډې - د پاکستان لومړي وزیر او ددغه هیواد دمشرانو جرګې مشر په جلاجلا پیغامونو کې د تمدني حوزې هیوادونو ته د لرغونوي نوروز اختر د رارسیدا او دغه راز د نوی ایراني کال د پیلیدا په مناسبت مبارکي وئيلې ده.
-
پاکستان د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو بریدونه وغندل
Mar 19, 2025 01:17زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان د روژې په مبارکې میاشت کښې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د هوايي حملو له سره پیلیدل یو بوږنونکي تیریګر اقدام وباله
-
پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو د درولو په اړه د طالبانو غوښتنه رد کړه
Mar 18, 2025 03:02د افغان کډوالو د جبري ایستنې په برخه کې پاکستان پر خپلې پرېکړې جدي دی او د مارچ له ۳۱ مې وروسته به په جبري ډول له دغه هېواده ټول ناقانونه افغان کډوال او د اي سي سي کارټ لرونکي اخراج کړي.
-
ایران د پاکستان په بلوچستان کښې په پوځیانو برید په کلکه وغاند
Mar 17, 2025 02:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقايي هامانه» د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پوځ د عسکرو په بس باندې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
-
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او دیني عالم مفتي منیر شاکر په پېښور کې ووژل شو
Mar 16, 2025 03:53د رسنیو په حواله، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او دیني عالم مفتي منیر شاکر د پېښور په اورمړ سیمه کې د یوې چاودنې له امله وژل شوی دی.