-
امریکايي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي
Apr 10, 2025 02:05د پاکستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي شرکتونه د دې هېواد په هغو معدني زېرمو کې پانګونې ته لېواله دي، چې د نړۍ له لویو مسو او سرو زرو زیرمو څخه ګڼل کېږي. پر دې سربېره پاکستان د لیتیمو په برخه کې هم غني دی، کوم چې د بیټرۍ جوړولو لپاره اړین دي.
-
ټي ټي پي د امریکا جوړ شوي توغندي تر لاسه کړي دي
Apr 10, 2025 01:10د رسنیو په حواله، تحریک طالبان پاکستان د امریکا جوړ «ایف جي ایم – ۱۴۸ جاولین» لارموندونکي توغندي تر لاسه کړي دي.
-
پاکستان اوازبکستان د ترانس افغان پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
Apr 08, 2025 11:16د ازبکستان ولسمشر، د پاکستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې د ترانس- افغان کوریډور د پروژې د عملي کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
-
د پاکستان له زندانونو څه باندې ۱۰۰ افغانان خوشې شول
Apr 08, 2025 09:08د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولوسره ویلي، چې دغه کسان پرون له بنده خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
-
پاکستان وايي امریکا ورسره ومنله چې په افغانستان کې د پاتې وسلو چاره باید وشي
Apr 08, 2025 08:54د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډارسره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځې تجهیزاتو د ستونزې په اړه خبرې وکړې
-
بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه څرګنده کړه
Apr 07, 2025 10:51د بې پولې ډاکټرانو سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
-
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخالفین د دې هېواد دښمنان دي
Apr 07, 2025 10:20د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، هر هغه څوک چې د افغان کډوالو د ایستلو مخالفت کوي، د دغه هېواد دښمن دی.
-
شمالي وزیرستان کې ۸ وسله وال وژل شوي
Apr 07, 2025 02:20د پاکستان پوځ وایي، په شمالي وزیرستان کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه یې د نفوذي برید په ترڅ کې اته وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
-
پاکستان د افغانستان د ښاریزو د ایستلو نیټه تمدید کړي
Apr 06, 2025 12:29زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري حقوقو کارپیژاندو له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان ښاریز دې مه وباسي او هغه دې ډيپورټ مه کوي او دغه راز راپورونه وايي چې د افغانستان د ښاریزو د ایستلو نیټه شاید د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پورې تمدید شي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو پروګرام د لغوه کولو غوښتنه وکړه
Apr 06, 2025 04:00د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د لغوه کولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.