-
د پاکستان اهل تشیع د خپل مشر د نیولو حکم وغانده
Feb 25, 2025 08:19پارس تودي- وروسته له هغې چې د پاکستان د اهل تشیع تر ټولو لوی مشر، سناټور «ناصر علامه جعفري» ته د نیولو حکم صادر شو، د اهل تشیع ګڼ مذهبي چارواکو خبرداری ورکړ، چې د سیاسي ځواکونو د فشارولو لپاره د قضاییه قوې له هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې منفي پایلې رامنځته کېږي.
-
پاکستان د غزې خلکو ته د ۱۰۰ ټنو مرستو یوه کڅوړه ولېږله
Feb 24, 2025 02:54پارس ټوډې – د پاکستان حکومت پرون غزې ته د فلسطینیانو لپاره د ۱۰۰ ټنو لومړنیو توکو په ګډون، د دغه هېواد د بشري مرستو ۱۴مه کڅوړه ولېږله.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلو په هکله باید ګومانونه ونکړو
Feb 23, 2025 01:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر سناتور محمد اسحاق ډار
-
پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې د دې هېواد ضد ډلو پر وړاندې مقابله وکړي
Feb 22, 2025 12:34د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي کابل مکلف دی چې د هغو پاکستان ضد ډلو سره مقابله وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د دغه هیواد پر ضد فعالیتونه ترسره کوي.
-
د پاکستان سفیر: تهران او اسلام اباد د انساني قاچاق پر وړاندې قوي عزم لري
Feb 21, 2025 11:35پارس تودي - په ایران کې د پاکستان سفیر د ایراني چارواکو او د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د نږدې همکارۍ ستاینه وکړه او د انساني قاچاق مخنیوي په برخه کې یې د دواړو هېوادونو پر قوي عزم ټینګار وکړ، ترڅو په سرحدونو کې له غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیول شي.
-
پاکستان: د ویزې نه لرونکي افغانان دې تر فبروري ۲۸ پورې اسلام اباد او راولپنډي پرېږدي
Feb 21, 2025 11:14د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ ته خبر ورکړی چې د معتره ویزو درلودونکو پرته ټول افغان اتباع، باید تر فبروري ۲۸ پورې د اسلام اباد او راولپنډي ښارونه پرېږدي.
-
له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د طالبانو د سفیر څرګندونې بې ځایه دي
Feb 20, 2025 08:09د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په اسلام آباد کې د طالبانو د سفیر څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د هغه څرګندونې بې ځایه دي.
-
ملګری ملتونه دې له افغانستان څخه له ترهه ګرۍ سره په مقابلې کې مرسته وکړي
Feb 20, 2025 02:35د پاکستان خارجه وزیر د ملګروملتو له سرمنشي سره په کتنې کې د افغانستان څخه له ؛پولو ورآخوا ترهه ګرۍ ؛سره د مقابلې لپاره ددغې موسیسې د مرستو غوښته وکړه.
-
پاکستان له ایران سره د پخوانیو اړیکو ژورتیا ته کلک هوډ لري
Feb 20, 2025 02:26پارس ټوډې - په ایران کې دپاکستان سفیر او د ایران دخارجه وزارت ویندوي د دوو اړخیزو مسئلو په باب له یوه بل سره خبرې اترې کړی دي.
-
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې اوه کسان ووژل شول
Feb 19, 2025 06:55زمونږ خبریال راپور راکړی ناپیژاندو وسله والو کسانو بیګا ناوخته د پاکستان د بلوچستان صوبې په بارکهان (Barkhan) سیمه کښې له یوه بس څخه چې له کویټه څخه د پنجاب صوبې فیصل اباد ته روان و سپارلې کوزې کړې او بیا یې شناختي کارډونه او تذکرې چیک کړې او وروسته یې اوه کسان په ډزو ووژل.