د حزب الله غورځنګ بریدونو د اسرائیلو پینځه کسان ژوبل کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی صهیونیسټي سرچینو بیګا وویل چې په حیفا سیمې باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ په حملو کښې پینځه کسان ژوبل شوي دي.
« اسرائیل هیوم» ورځپاڼې هم پرون راپور ورکړ چې د لبنان د حزب الله غورځنګ د توغندوي حملو په دلیل د حیفا ښار د ځینو سیمو بریښنا غوڅه شوي ده او بیلابیلې سیمې په تیارې کښې ډوبې شوي دي.
د صهیونیسټ رژيم پوځ هم په حیفا ښار باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ د لسو توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ او ویې ویل په دوې کښې د ځینو توغندیو مخه نیول شوي ده او ځینې نور غورځیدلي دي.
الجزیرې ټیلي ويژن هم د اسرائیلو د څوارلسم ټیلي ويژن په قول راپور ورکړی په حیفا ښار کښې په الکرمل سیمې باندې د لبنان د حزب ا لله وروستیو حملو ډیرو ودانیو او ګاډو ته جدي تاوانونه رسولي دي.
د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن چینل هم وویل چې په الکرمل سیمه کښې په یوې ودانۍ نیغ په نیغه حمله شوي ده.
د لبنان حزب الله د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو باندې د حملو په دوام کښې په تیرو څو ساعتونو کښې د حیفا په شمول په صهیونیسټ میشته ښارګیو ، د پوځیانو د راغونډیدا په ځایونو او اډو باندې بریدونه کړي دي.
ځینو صهیونیسټ رسنیو په الجلیل غربي کښې په پراتو ښارګیو ، عکا او الکریوت سیمو کښې د خطرې د سایرونونو د وهل کیدا خبر ورکړی دی.
د لبنان حزب الله دغه راز په یوې ویډیو خپرولو سره وویل چې په تیرو څو ساعتونو کښې یې دوه ځله په «رامیم »کیمپ کښې د صهیونیسټ رژيم د اوه سوه نهه شپيتم ختیځ لښکر د پلي ځواکونو د لیوا د قومندنۍ په مرکز راکټي حملې کړي دي.