الجزایر د فرانسې دولس ډيپلوماټان نا خوښ وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i159086-الجزایر_د_فرانسې_دولس_ډيپلوماټان_نا_خوښ_وبلل
زمونږ خبریال راپور راکړی د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کښې د فرانسې دولس ډيپلوماټان ناخوښ کسان وبلل او له هیواده د هغوې د ایستل کیدا غوښتنه یې وکړه.
(last modified 2025-04-15T10:35:42+00:00 )
Apr 15, 2025 14:38 Asia/Kabul
  • الجزایر د فرانسې دولس ډيپلوماټان نا خوښ وبلل

زمونږ خبریال راپور راکړی د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کښې د فرانسې دولس ډيپلوماټان ناخوښ کسان وبلل او له هیواده د هغوې د ایستل کیدا غوښتنه یې وکړه.

د الجزایر د باندنیو چارو وزارت د فرانسې په سفارت او  کنسولګرۍ کښې دولسو کارکونکو ته اته څلویښت ساعته وخت ورکړی دی چې له دغه هیواده ووځي.

دغه اقدام د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت لخوا په فرانسې کښې د الجزایر د کنسولګرۍ د یوه کارکونکي نیول کیدا ته په غبرګون کښې ترسره شوی دی.

په تیرې جمعې ورځ د فرانسې څارنوال د الجزایر د کنسولګرۍ د یوه چارواکي په شمول د الجزایر درې ښاریز د الجزایر د حکومت د یوه مخالف کس «امیر بوخرس» په تښتولو کښې په لاس لرلو تورن کړ.

الجزایر د فرانسې دغه اقدام په خپلې واکمنۍ باندې تیری وباله او د الجزایر په هکله د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر د غیر رغنده دریځونو او اقداماتو په هکله یې خبرداری ورکړ.