د رڼا سرچینې،د حقیقت پټول(قرآنی آیتونه)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړئ له ننني یو سل یوپنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه نننی مطلب کې هم د احقاف سورې د لسم آیت شأن نزول په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
قدرمنو دوستانو وائي چې؛د پسرلي موسم ؤ، او د مدینې یهودیانو د فِصح اختر لپاره چمتووالی نیؤ. د فِصح اختر، چې د پِسَح په نوم هم یادېږي او د فطیر اختر په نوم هم مشهور دی، د نړۍ د یهودیانو له درو لویو اخترونو څخه یو دی چې له یوې اوونۍ تر اتو ورځو پورې دوام کوي.
د یهودي کلتور له مخې، د حضرت موسی علیهالسلام په په لارښونې سره،له مصر څخه د بنياسرائیلو د وتلو کیسه د مقدس کتاب په دوهم کتاب کې، چې د خروج سفر (Book of Exodus) نومېږي، بیان شوې ده. دا کتاب څلوېښت سپَرکي لري؛ په مصر کې د اسرائیلو د قوم د حالاتو په بیان سره پیلېږي او تر لسو فرمانونو، او له مصر څخه د حضرت موسی علیهالسلام او بنی اسرائيلو د قوم هجرت،په سینا دښتې کې د یهود قوم تر لالهاندئ پورې دوام لري
د خروج یا وتلو سفر!
د یهودي متنونو له مخې، بنياسرائیلو د وتلو په ورځ په ډېرې بېړې سره له خپلو کورونو ووتل. د زیاتې بیړې له امله،دوی خپله ډوډۍ داسې پخه کړه چې لا نه وه پَړسېدلې (یعني پَتیره ډوډۍ) او روان شول. هغه ټولګه چې له مصر څخه ووتله، د ښځو او ماشومانو تر څنګ، کابو شپږ لکه پیاده یا پَلي سړي او همدارنګه د نورو غیر یهودي قومونو ډلې پکې شاملې وې.دا پېښه له میلاده مخکې په ۱۳۱۲ کال کې رامینځته شوه. یهودیان دا ورځ د مصر د فرعونانو له غلامۍ څخه د یهودي قوم د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځي.ځینې ئې په دې باور دي چې؛پِسَح؛یعنې له بېځایه هيلو او فاني دنیائي غوښتنو څخه آزادي،نو ځکه باید د خپلې آزادۍ د نعمت قدر وکړي او پرې نه ږدي چې د هغوی تاریخي ـ ديني هویت هېر شي.
دوکانونه تړل شوي وو او ټول خلک د دې مذهبي جشن د ګډون لپاره د کنیسې پر لور روان وو. ځینو کسانو له مخکې ځان ته ځاي نیولی و، او ډېر یهودیان د عبادتځای له بهره د مراسمو د پیل په تمه ناست وو. ناڅاپه ئې ولیدل چې د خدای رسول ﷺ له لیرې ښکاره شو. دوي تمه نه لرله چې پېغمبر دې هغه ځای ته راشي، نو د رسول اکرم ﷺ په لیدو حیرانه شول. ځینو دا د سولې یو ګام باله، څو د مسلمانانو او یهودیانو ترمینځ کرکه او ترینګلتیا له مینځه یوسي. که څه هم ځینو خلکو دې پېښې ته په خوشبینۍ سره کتل، خو ډېری یهودیان پرې بدګمانه وو او د پېغمبر له راتګ او د هغه په شتون ناخوښ وو؛ خو د رسول الله ﷺ له هرکلي پرته بله لار ئې نه لرله. ټولې سترګې د خدای رسول (ص)ته واخوا ته اوښتې وې. هغوی په تمه وو چې پېغمبر اکرم (ص) به خبرې پیل کړي او خپل هدف به بیان کړي.
رسول اکرم صلیالله علیه وآله د یهودیانو مشر ته وفرمایل:
«له خپل مینځه دولس کسان ما ته رامعرفي کړئ، چې د خدای پر وحدانیّت او زما پر نبوت ګواهي ورکړي او حقیقت د تورات له مخې څرګند کړي . په دې بڼه کې به د خداي غضب له ټولو یهودیانو څخه لیرې شي.
پر یهودي عبادتځای چُپتیا واکمنه شوه او ټولې سترګې د کنیسې مشر ته واوښتې. یوازې هغه اجازه لرله چې خبرې وکړي او د خدای رسول ته ځواب ورکړي، خو هغه څه ونه ویل او په حیرانتیا سره ئې پېغمبر ته کتل. ښائي غوښتل ئې چې حقیقت د تورات له مخې بیان کړي، خو د نورو یهودیانو له وېرې چُپ پاتې شو؛ او یا ښائي د رسول الله ﷺ پر وړاندې ئې پخوانۍ کینه نوره هم زیاته شوې وه، ځکه چې د پېغمبر حق ویناګانې او رسوا کوونکې خبرې تل ورته د زغملو وړ نه وې. په هر حال، د هغه چوپتیا روانه وه. د پېغمبر د خبرو تکرار هغه راویښ کړ، خو بیا ئې هم چُپتیا غوره کړه او څه ئې ونه ویل. پېغمبر د دریم ځل لپاره خپله غوښتنه تکرار کړه ، خو یهودیانو بیا هم چُپتیا خپله کړه او د پېغمبر غوښتنه ئې ونه منله. پېغمبر چې نور ناامېده شوی و،خلکو ته ئې وفرمایل؛تاسو حق پټوئ.په خدای قسم،هغه پېغمبر چې په تورات کې یې زېری ورکړل شوی،زه یم. حقیقت همدا دی، که څه هم تاسو ایمان را نه وړئ او ما درواغ وګڼئ.
رسول اکرم صلیا... علیه وآله له دې خبرو وروسته د معبد د پرېښودو په نیت روان شو، خو لا څو ګامه ئې نه وو اخیستي چې د یوه سړي غږ هغه ودراوه. پېغمبر ﷺ راوګرځېد او یو ځوان ئې ولید چې د هغه پر لور روان دی. ځوان پېغمبر ته ورنږدې شو او ویې ویل:
«ای محمده! لږ تم شه، غواړم له تا سره یوه خبره وکړم.»
پېغمبر لږ تم شو. بیا هغه ځوان،چې نوم ئې حصین و،د یهودیانو پر لور ئې مخ واړوه او وې ویل:«تاسو ما څنګه سړی بولئ؟»
ټولو وویل؛
«په خدای قسم، ته، ستا پلار او ستا نیکه تر ټولو زیات د تورات په کتاب پوهه یاست.» هغه بیا له پېغمبره وغوښتل چې خپلې خبرې تکرار کړي. وروسته ئې په لوړ غږ، داسې چې ټولو ئې واوري، وویل؛
«زه ګواهي ورکوم چې دا هماغه پېغمبر دی، چې نوم ئې په تورات او انجیل کې راغلی دی. اوس ښه ده چې تاسو هم ګواهي ورکړئ او د هغه پر حقانیت اعتراف وکړئ.::
یهودیان چې د داسې ناڅاپي صحنې تمه ئې نه لرله، حَک بَک پاتې شول او غوسه شول او د هغه د خبرو ئې انکار وکړ. هغوی وویل: «ته دروغ وائې. په تورات او انجیل کې د دې په اړه هېڅ څه نه دي راغلي. ښکاري چې محمد ته دوکه کړی او خپل لوري ته ئې کاږلی ئې.::
رسول ا....ﷺ د هغه ځوان په دفاع کې وفرمایل: «تاسو دروغ وایئ. ستاسو انکار د منلو وړ نه دی.:::
هغه ځوان، چې له دې پېښې وروسته پېغمبر هغه ته د عبدا.... نوم ورکړ، د یهودیانو د مشرانو په شتون کې د خدای پر یووالي او د رسول اکرم صلیا.... علیه وآله پر رسالت ګواهي ورکړه او مسلمان شو.
د احقاف سورې ۱۰ آیت، هغه ظالمان رټي چې د پروردګار پر دروغوالي ټينګار کوي په دغه آیت کې خدای تعالی فرمایي:«قُلْ أَرَأَیْتُمْ إِنْ کَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَکَفَرْتُمْ بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ بَنِی إِسْرَائِیلَ عَلَىٰمِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَکْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظَّالِمِینَ:
؛ووایه: ما ته خبر راکړئ که دا (قرآن) د خداي له لوري وي او تاسو ورڅخه انکار وکړئ، حال دا چې د بنياسرائیلو له ډلې یو شاهد د هغه په څېر (په قرآن) باندې ګواهي ورکړي او ایمان راوړي، او تاسو تکبر وکړئ (نو تر تاسو ډېر ګمراه به څوک وي)؟ بې شکه ا.... ظالم قوم ته هدایت نه کوي.::
دقرآن په څير څخه مقصد هغه کتاب دی چې د منځپانګې او الهي معارفو له پلوه د قرآن په څېر وي، او هغه هماغه حقیقي تورات دی چې پر موسی علیهالسلام نازل شوی و. په احقاف سورې په ۱۰ آیت کې،خدای تعالی د یهودو له هغې ډلې د هغه کس ایمان، چې د تورات او د هغه د مفاهیمو په اړه پوهه و ، د قرآن پر حقانیت د دلیل په توګه یادوي، او د هماغه له لارې ئې کافران متوجه کړل او په دې ئې احتجاج کړی دی.
پر دې سربېره،دا هم ویل کېدالی شي چې پر قرآن د اهل کتابو ایمان او د نورو لپاره د هغه پیغام ارزښت لري؛ځکه هغوی د وحي له پیغام سره بلد دي،او پر قرآن ئې ایمان د آسماني کتابونو د پیغام او منځپانګې د پېژندنې پر بنسټ ولاړ دی. له همدې امله، د هغوی ایمان د نورو لپاره دلیل او حجت ګرځېدای ی شي.
د تهران د پښتو خپرونې قدرمنو آوریدونکو د دې مطلب د وخت پای ته په رسېدو سره، تاسو نېکمرغه قدردان پر لوي او مهربان خدای سپاروو. تر بل مطلب پورې ،نو ښاد او آباد ووسئ
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************