د رڼا سرچینې (۱۷۹) له خدای سره دښمني کول
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۷۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې ی,، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د حشر د مبارکې سورې له لومړي څخه تر پنځم آیته پورې شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.
کله چې د خدای رسول له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، د هغې سیمې له یهودیانو سره یې د سولې تړون وکړ. د دې تړون له مخې، یهودیان باید له پېغمبر سره جګړه ونه کړي او له مشرکانو سره هم مرسته ونه کړي. د یهودو درې لویې قبیلې چې «بني قینقاع»، «بني نضیر» او « بنيقُرَیظه » نومېدې، نږدې د مثلث په بڼه، د « قُبا» سیمې شمال ختیځ لوري کې اوسېدل. «بني نضیر» د قُبا سیمې ته تر ټولو نږدې قبیله وه.
هغوی د اسلامي دولت په زړه کې ژوند کاوه. له همدې امله یې کولای شول د مسلمانانو د مادي او معنوي امکاناتو او وړتیاوو د دقیقې کچې، پټو او ښکاره چارو او همدارنګه د اسلامي ټولنې د ټولو موجودو مسئلو، د بېلابېلو ډلو د اړیکو او مناسباتو په ګډون، تر ټولو دقیق معلومات ترلاسه کړي او په هغو بشپړه پوهه او خبرتیا پیدا کړي.
د بدر د جګړې او د مسلمانانو له بریا وروسته، یهودیان د خپلو متحدانو په بریا خوشحاله شول، خو د احد په جګړه کې د مسلمانانو له ماتې وروسته، «بني نضیر» د مشرکانو په لمسون، په یو اړخیز اقدام کې له مسلمانانو سره خپل تړون مات کړ. هغوی د فرصت په لټه کې وو څو په مدینه کې بغاوت جوړ کړي او له مدینې څخه بهر قبیلو ته وښيي چې په مدینه کې هېڅ ډول اتحاد او یووالی نشته، او بهرني دښمنان کولای شي د اسلام نوی رامنځته شوی حکومت نسکور کړي.
له بلې خوا مشرکانو له دې فرصته ګټه واخیسته او یهودیانو ته یې لیک واستاوه چې: «تاسو هم ډېر خوراکي توکي لرئ او هم کلکې کلاګانې! که محمد له تاسو سره جګړه وکړي، تاسو مقاومت کولای شئ او موږ هم ستاسو مرستې ته درځو، او له تاسو سره ژمنه کوو چې هېڅ شی به زموږ او ستاسو ترمنځ بېلتون رانه ولي.» یهودیان زړه ور شول او ګومان یې وکړ چې که د خدای له پېغمبر سره جګړه وکړي، د ډګر ګټونکي به وي.
هغوی چل او فریب ته مخه کړه او پېغمبر ته یې پیغام واستاوه چې: «له خپلو دېرشو ملګرو سره دې راشي څو د یهودو له دېرشو عالمانو سره خبرې وکړي. که دېرش یهودیان مناسب وګڼي او د اسلام پر پېغمبر ایمان راوړي او هغه تصدیق کړي، نو د «بني نضیر» خلک به هم بې له کوم دلیل او پوښتنې ایمان راوړي.»
د خد ای رسول له خپلو دېرشو ملګرو سره د یهودیانو سیمې ته روان شو. «بني نضیر» هم د خپلو دانشمندانو دېرش تنه وټاکل او د مناظرې لپاره یې د خدای د پېغمبر حضور ته واستول. کله چې د بني نضیر د قبیلې خلکو پېغمبر او د هغه ملګري ولیدل، په پټه یې یو بل ته اشاره وکړه او ویې ویل: موږ هېڅکله نه شو کولای محمد ووژنو؛ ځکه دېرش جنګي سړي چې ټول غواړي خپل ځانونه د هغه لپاره قربان کړي ورسره دي.
نو پلمه یې راوړه چې شپېته کسان څنګه کولای شي توافق ته ورسېږي! غوره ده چې له خپلو منځونو څخه درې تنه استازي وټاکئ څو زموږ له درېیو عالمانو سره خبرې وکړي. که هغه درې تنه پر اسلام ایمان راوړي، پاتې یهودیان به هم د هغوی پیروي وکړي، پېغمبر به تصدیق کړي او پر هغه به ایمان راوړي. پېغمبر له خپلو ملګرو درې تنه وټاکل او یهودو هم خپل استازي معرفي کړل، خو د یهودو له کسانو څخه یوه په خپلو جامو کې خنجر پټ کړی وو څو په مناسب فرصت کې پېغمبر ووژني.
خدای تعالی خپل پېغمبر د یهودو له توطئې خبر کړ، او محمد د خدای ګران رسول، بې له دې چې څه ووایي، په آرامۍ له غونډې پورته شو او بې له دې چې له خپلو ملګرو سره هم څه خبرې وکړي، روان شو او ځان یې مدینې ته ورساوه. ټول په غونډه کې منتظر وو او ګومان یې کاوه چې پېغمبر به لږ وروسته بېرته راشي، خو کله چې یو ساعت تېر شو او پېغمبر راونه ګرځېد، یهودیان اندېښمن او وارخطا شول.
له یوې خوا یې اټکل کاوه چې ښايي پېغمبر د دوی له توطئې خبر شوی وي، چې په دې صورت کې به دوی سخت مجازات کړي. له بلې خوا یې له ځانه سره ویل: اوس چې پېغمبر زموږ له لاسرسي وتلی، د هغه له ملګرو څخه د هغه غچ واخلو. خو ډېر ژر دې پایلې ته ورسېدل چې په دې صورت کې به کار لا پسې سخت شي او مسلمانان به بې له شکه له هغوی څخه سخت غچ واخلي.
په دې ګډوډۍ کې د پېغمبر ملګرو، چې له هر څه بې خبره وو، پرېکړه وکړه چې د پېغمبر په پسې ولاړ شي. هغوی لا د یهودو له سیمې ډېر لرې شوي نه وو چې له یوه سړي سره مخامخ شول چې له مدینې څخه راتلو او مدینې ته د پېغمبر د رسېدو خبر یې راوړی وو. هغوی د یهودو له توطئې څخه خبر شول، هغه توطئه چې د وحي امین د خدای پېغمبر ته رسولې وه.
کله چې د یهودو له لورې د تړون ماتول د خدای پېغمبر ته ثابت شول، یو لښکر یې تیار کړ او د بني نضیر سیمه یې کلابنده کړه. بیا یې «محمد بن مسلمه اَوسي» خپل خواته راوغوښت او امر یې ورته وکړ چې ژر تر ژره د ده له خوا د «بني نضیر» مشرانو ته یو پیغام ورسوي. هغه هم د بني نضیر له مشرانو سره اړیکه ونیوله او ویې ویل: د خدای پېغمبر زما په وسیله تاسو ته پیغام استولی چې دا سیمه او دا خاوره په لسو ورځو کې پرېږدئ؛ ځکه تاسې تړون مات کړی او د چل او فریب لار مو نیولې ده، او که دا کار ونه کړئ نو ستاسو وینه مباح ده.
څو ورځې یې وخت ونیولو تر څو یهودیانو ومنله او ویې ویل: موږ چمتو یو چې له دې سیمې څخه ووځو، په دې شرط چې خپل منقول مالونه له ځان سره یوسو. رسول اکرم (ص) ومنله چې هغوی دې خپل ټول مالونه یوسي، پرته له وسلو چې باید مسلمانانو ته یې وسپاري. هغوی د خپلو مالونو په لېږد کې تر ټولو ډېره هڅه وکړه، حتی د کورونو دروازې یې له چوکاټونو سره راایستلې او د لېږد لپاره یې چمتو کولې، او د کورونو پاتې برخې یې په خپلو لاسونو نړولې. د هغوی یوه ډله د «خیبر» سیمې ته ولاړه او بله ډله د «شام» پر لور روانه شوه، او له هغوی څخه دوه تنه مسلمانان شول.
په همدې ځای کې د حشر سورت آیتونه نازل شول او ویې فرمایل:
«سَبَّحَ لِلّهِ ما فِى السَّماواتِ وَ ما فِى الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ /
هُوَ الَّذِی أَخْرَجَ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ مِنْ دِیارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ ما ظَنَنْتُمْ أَنْ یَخْرُجُوا وَ ظَنُّوا أَنَّهُمْ مانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنَ اللّهِ فَأَتاهُمُ اللّهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوا وَ قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ فَاعْتَبِرُوا یا أُولِی الْأَبْصارِ/
وَ لَوْ لا أَنْ کَتَبَ اللّهُ عَلَیْهِمُ الْجَلاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیا وَ لَهُمْ فِی الْآخِرَةِ عَذابُ النّارِ/ ذلِکَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ مَنْ یُشَاقِّ اللّهَ فَإِنَّ اللّهَ شَدِیدُ الْعِقابِ/
ما قَطَعْتُمْ مِنْ لِینَة أَوْ تَرَکْتُمُوها قائِمَةً عَلى أُصُولِها فَبِإِذْنِ اللّهِ وَ لِیُخْزِیَ الْفاسِقِینَ:
هر څه چې په آسمانونو او هر څه چې په ځمکه کې دي، د خدای ستاینه کوي؛ او هغه برلاسی او حکیم دی! / هغه، هماغه ذات دی چې د اهل کتابو کافران یې (له مسلمانانو سره) د لومړۍ دښمنۍ پر مهال له خپلو کورونو څخه وایستل. تاسو مسلمانانو هېڅکله ګومان نه کاوه چې هغوی به له خپلو سیمو څخه ووځي، او هغوی هم خپلې کلکې کلاګانې د خدای له (قهر او انتقام) څخه د ځان ساتونکې ګڼلې؛ خو د خدای (عذاب) له هغه ځایه ورباندې راغی چې هغوی یې ګومان نه کاوه، او د هغوی په زړونو کې یې وېره واچوله، تر دې چې هغوی خپل کورونه په خپلو لاسونو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول؛ نو اې د بصیرت خاوندانو! عبرت واخلئ./ او که دا نه وای چې خدای تعالی پر هغوی هجرت او د وطن پرېښودل مقرر کړي وو، نو په همدې دنیا کې به یې هغوی عذاب کړي وو؛ او په آخرت کې هم د هغوی لپاره د اور عذاب شته! / دا ځکه چې هغوی له خدای او د هغه له رسول سره دښمني وکړه؛ او هر څوک چې له خدای سره دښمني وکړي، نو (باید پوه شي چې) خدای سخت عذاب ورکوونکی دی! / تاسو چې کومه ارزښتناکه د خرما ونه پرې کړې یا مو پر خپل ځای پرېښې ده، دا ټول د خدای په امر وو؛ او دا د دې لپاره وو چې فاسقان سپک او رسوا کړي!
د خدای پېغمبر مخکې له دې چې هغوی تسلیم شي، هغه مهال چې هغوی خپلو کلکو کلاګانو او ځواکمنو ځایونو ته پناه یوړه او دروازې یې ټینګې وتړلې، امر وکړ چې د خرما ځینې ونې چې د اسلامي لښکر د چټک حرکت خنډ وې، پرې کړي یا وسوځول شي. په دې کار سره د یهودیانو چیغې پورته شوې چې: اې محمده! تا خو تل له داسې کارونو منع کوله، نو دا څه کار دی؟
د دې سورت پنځم آیت د همدې پوښتنې ځواب دی چې: دا د فاسقو او بدکاره یهودیانو د ځپلو لپاره یو ځانګړی الهي حکم وو.
ژباړه: زماني