د رڼا سرچینې - 189 (بد نظر یا چشم زخم)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړئ له ننني یو سل نهه اتیایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې د قلم سورې د 51 او 52 په د نزول د شأن په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي
ګلونو آوریدونکو ، وائي چې ؛د سترګو او د هغو د مرموزو انرژیو اغېزې او تاوانونه له پخوا زمانو راهیسې د انسانانو د پام وړ ګرځېدلی دی. په اوسنۍ نړۍ کې هم داسې ډیر کسان شته چې د سترګو یا «بد نظر» پر قدرت باور لري. هغه مرموزه انرژي چې د ځینو انسانانو په سترګو کې وي او کېدای شي د یوه ځانګړي نظر له لارې مقابل لوری ناروغ یا حتی وې وژني کړي.
«بد نظر» په عربي فرهنګ کې په «النَّظَر» یا «عین الحسود» تعبیرېږي او په انګریزي کلتور کې ورته Eye Evil ویل کېږي. دا باور په لرغوني هند، لرغوني مصر او د افلاطون د زمانې په لرغوني یونان کې هم موجود و. د مدیترانې په فرهنګ، په تیره بیا په ترکیې او یونان کې، د بد نظر د دفع کولو لپاره له یوه شي څخه چې «نظر» یا «شنه/آبي سترګه» بلل کېږي، کار اخیستل کېږي.
آیا له علمي پلوه داسې څه رښتیا کېدای شي؟ ځینو کسانو دا موضوع په بشپړه توګه رد کړې او وئيلي ئې دي چې د دې لپاره هېڅ علمي دلیل نشته. خو ځینې فیلسوفان او ارواپوهان بیا دا موضوع مني او باور لري چې د انسان په وجود کې ډېرې ناپېژندل شوې او مرموزې قوې شته او د ځینو انسانانو د نظر د داسې اغېزو امکان نه شي رد کېدلی.
د دغه قدرت د فلسفې په اړه ښائي وویل شي چې د داسې قوې شتون د انسان د لوړې وړتیا ښکارندوي ده؛ داسې وړتیا چې انسان د لاسونو، پښو او نورو فزیکي غړو له مستقیمې کارونې پرته پر مادي نړۍ اغېزې شیندلی شي.
له همدې امله، انسان د دغه قدرت د تخریب او منفي موخو لپاره د کارولو پر ځاي د فکر او روح لوری بدلولی او له هغه څخه د آبادۍ او پرمختګ په لارې کې ګټه اخستلی شي. «پر یوه شي د روح د تمرکز قدرت » هغه وړتیا ده چې انسان ته ورکړل شوې ده. د دغه قدرت مثبت اړخ د خداي تعالی په یاد کې ډوبېدل دي او له منفي اړخونو څخه ئې یو هم بد نظر کېدلی شي.
د قریشو کافرانو له حضرت محمد مصطفی(ص) سره په مبارزې کې بېلابېلې لارې چارې کارولې. کله به ئې د رسول الله(ص) د شخصیت د سپکاوي او تر پوښتنې لاندې راوستلو لپاره پر هغه ملنډې وهلې. خو رسول ا...(ص) د هغوی او د هغوی ناسم چلند ته هېڅ پاملرنه نه کوله.
کله چې کافرانو ولیدل چې په ملنډو او مسخرو سره رسول الله(ص) له خپل هدف څخه نشی راوګرځولی، او د اسلام دین ورځ تر بلې پراخېږي او هره ورځ د مشرکانو او بتپرستانو زړونه لا زیات خپلوي، نو پر هغه حضرت ئې د جادو او دروغو تورونه ولګول.
کله به ئې ویل چې رسول الله(ص) خیالاتي شوی او هغه څه چې د وحې په توګه ئې وړاندې کوي، له ګډوډو او پریشانه خوبونو پرته بل څه نه دي؛ بلکې ویل به ئې چې آن داسې پریشانه خوب ئې هم نه دی لیدلی، بلکې دروغ وائي!
د رسول الله(ص) خبرې ډېرې ښکلې او زړه راښکونکې وې او د ډېرو خلکو د جذبېدو لامل شوې وې. کافرانو د هغه د خبرو د اغېزو د مخنیوي لپاره ویل: هغه شاعر دی او داسې خبرې کوي چې ظاهراً دوکه ورکونکې دي، خو محتوا نه لري.
کله به ئې د رسول ا...(ص) د خبرو د اغېزو د له منځه وړلو لپاره هغه ته د لېونتوب اود پېریانو د نیولو نسبت هم ورکاوه، څو په دې وسیله خلک د هغه له شاوخوا تیت پرک کړي.
ډېر وخت نه و تېر شوی چې هغوی د رسول ا...(ص) له فزیکي پلوه د له منځه وړلو په فکر کې شول. خو د هغه ښکاره وژنې به درنې پایلې لرلې؛ چې په هغو کې د قومي شخړو، وینې تویېدو او لا زیاتو دښمنیو رامنځته کېدل شامل وو.
په همدې خاطر، دوی پرېکړه وکړه چې هماغه هدف، یعنې د رسول ا...(ص) وژل یا هغه ته زیان رسول، په پټه تعقیب کړي، څو د جرم کومه نښه یا اثر هم تر شا پرېنږدي
نو هغوي هغو کسانو ته ورغلل چې د سترګې د قدرت له امله په قریشو کې مشهور وو. له هغوی یوه کس، د رسول ا...(ص) د بد نظر وهلو لپاره ډېره لوړه بیه وغوښته. هغه د «بني اسد» له قبیلې څخه و او په بد نظرۍ مشهور و. نوموړي به خپل هدف ته په ځیر ځیر کتل او ډېرې ستاینې به ئې کولې او په دې توګه به ئې هغه ته زیان رساوه.
دغه سړی د رسول ا...(ص) د بد نظر وهلو لپاره د خدای د رسول(ص) حضور ته ورغی او د هغه مخې ته ودرېد. په داسې حال کې چې رسول ا...(ص) په تلاوت بوخت و، هغه خپلې سترګې پر رسول ا...(ص) ښخې کړې او د رسول ا...بزرګوار (ص) ستاینې او صفتوته یې پیل کړل.
هغه وویل: «ما تر اوسه د دې سړي په څېر څوک نه دی لیدلی. فصاحت او بلاغت ئې کامل دی، د استدلال له لوړ قدرته برخمن دی، ډېر ښکلی او خوشاخلاقه دی، له خپلوانو سره د اړیکو په ساتلو کې بېساری دی او عدالت ئې پر هېچا پټ نه دی!
د هغه سړي د رسول ا...(ص) په لور ځیر نظر او د هغه ستاینې او صفت ته تر کابو یوه ساعت پورې دوام وکړ، خو رسول ا...(ص) د هغه سړي شتون ته توجه پرته خپل د قرآن تلاوت ته دوام ورکړ.
هغه سړي ګومان کاوه چې بد نظر ئې پر رسول ا...(ص) اغېزې کړی دی، خو داسې ونه شول.
په همدې وخت کې د القلم سورې ۵۱ او ۵۲ آیتونه نازل شول او د هغوي د دې دسیسې د ناکامۍ خبر ئې ورکړ .خداي تعالی په دغو آیتونو کې فرمایي:
وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ
؛او هغه کسان چې کافران شوي دي، کله ئې قرآن، چې د یادونې کتاب دی، واورېد، نږدې وو چې په خپلو سترګو دې ولړزوي (او له پښو دې وغورځوي)، او وائي: بېشکه هغه لېونی دی؛ حال دا چې دا (قرآن) د نړیوالو لپاره له پند او بیدارۍ پرته بل څه نه دی.::
د قرآن کریم مفسّران د دغه آیت د معنا او تفسیر په اړه له یو بل سره بشپړه همنظر نه دي. ځینو مفسرانو، لکه راغب اصفهاني، چې د څلورمې هجري قمری پېړۍ لغتپوه او ادیب و، او همدارنګه ابن فارس، د «لَيُزْلِقُونَکَ» په معنا کې ویلي دي چې مطلب هغه کتل او نظر کول دي چې د انسان قدمونه له خپل ځایه ښوَیوي(یا خوځوي) او هغه له پښو غورځوي.
«زَلَق» د ښوئېدَلو په معنا دی، او «اِزلاق» دې ته ویل کېږي چې په سترګو سره یوه کس ته په پوره تمرکز، تېز، سخت او له غوسې ډک نظر سره وکتل شي؛ داسې چې وېره رامنځته کړي او مقابل کس له ویرې او وحشت سره مخ شي د وېرې له امله شاتګ ته اړ شي.
یعنې هغوی د رسول ا...(ص) پر وړاندې د خپلې سختې کینې او دښمنۍ له امله، د سترګو د کونج له لارې په داسې غوسه ناک نظر ورته کتل چې کله به هغه د قرآن آیتونه تلاوت کول او د هغوی بتان به ئې بېارزښته ګڼل، نو نږدې وه چې رسول ا...(ص) له پښو وغورځَوي او له منځه ئې یوسي. دا معنا د اسراء سورې د ۷۶م آیت له مفهوم سره هم ورته والی لري، چې خداي تعالی فرمایي:
«وَإِنْ کَادُوا لَیَسْتَفِزُّونَکَ مِنَ الْأَرْضِ لِیُخْرِجُوکَ مِنْهَا»
؛ او نږدې وو چې تا له دې ځمکې څخه په ښوئَیَولو سره وباسي، څو له هغې دې وَشړي.
دا تفسیر تر ټولو منطقي ښکاري؛ ځکه د قرآن کریم د آیتونو د تلاوت پر مهال د کفارو په سترګو کې د هغوی د ژوَرې کینې، غوسې، شرارت او پَټو دښمَنیوڅرګندوالی لیدل کېد . د هغوی نظرونه له زهرو او غوسې ډک وو او ورسره ئې ناوړه خبرې، سپکاوی، ښکنځل او دلیوني په شان بېرحمه او بې ځایه تورونه ئې هم لګول.
آیتا... معرفت، چې د قرآني علومو له څېړونکو څخه دی، په دې اړه وایي:زمونږ دلیل پر دې چې دا آیت د سترګو د بد نظر یا چشمزخم مفهوم ته اشاره نه کوي، دا دی چې چشمزخم یا بد نظر، هغه مهال رامنځته کېږي چې په یوه شي کې حیرانتیا او خوښي موجوده وي، نه کرکه او نفرت. حال دا چې آیت په څرګنده بیانوي چې کفارو د رسول ا...(ص) د قرآن د تلاوت پر مهال له کرکې او نفرت سره ورته کتل او هغه یې په لېونتوب تورناوه. نو څنګه به هغوی پرې حسد وکړي او د چشمزخم له لارې به ورته تاوان ورسوي، لېونتوب خو داسې څه نه دي چې څوک ئې په اړه حسد وکړي.
د دې موضوع د لا ښه درک لپاره دې ټکي ته هم پام کېدلی شي چې چشمزخم یا بد نظر د انسان له اختیاره بهر ګڼل کېږي. نو له عقل او عُرف سره دا خبره چندانې برابره نه ده چې باور وکړو کفارو یوه ډله وګومارله چې یوازې په خپلو سترګو رسول ا...(ص) ته زیان ورسوي، او وروسته د همدې موضوع په اړه دغه آیتونه نازل شول.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د رڼا سرچینې نومې لړئ د نننی مطلب وخت هم همدومره ؤ ،په دې هیلې سره چې مونږ ټول به تل د خداي تعالی د آیتونو پر وړاندې په بشپړه توګه تسلیم اوسو او د ناپوهۍ او بېاساسه باورونو ښکار به نه شو، تاسو ټول تر بل مطلب پورې په نیاؤمن خداي سپارو ، ښه او نیکمرغه ژوند ولرئ.
ژباړن! (سیماب)
***************************************************