د وحدت اونۍ-2(د مسلمانانو د همدردۍ یوه وړانګه)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د وحدت اونۍ نومې لړئ له نننی دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه نننی مطلب کې قرآن د یووالي چورلیز په اړه درسره غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
قدرمنو دوستانو،د هغو ټولو شیانو په منځ کې چې مسلمانان له یو بل سره نښلوي، د رسول ا... بزرګوار(ص) ترڅنګ ښائي د خدای له کلامه بل هېڅ تړاو دومره پیاوړی نه وي؛ هغه کتاب چې له هماغه پیله انسانان همدردۍ او د مؤمنانو ټولنه ورورولۍ او یووالي ته بولي.
د وحدت اونۍ په شپو ورځو کې غواړو دغې اړیکې ته د قرآن له زاوئې وګورو؛ وڅېړو چې قرآن څنګه د «یوه امت» او «د زړونو د یووالي» په اړه خبرې کوي، څنګه مؤمنان ملګرتیا او د خپلو اړیکو اصلاح ته بولي او ولې درز او تفرقه د ټولنې د کمزورۍ او د هغې د قدرت د له مینځه تلو لامل بولي.؟
نو ګلونو دوستانو مونږ د وحدت اونۍ په شپو ورځو کې یو؛ هغه اونۍ چې د یوه روښانه او ګډ حقیقت پر لور د بېرته ستنېدو فرصت دی؛ یو داسې حقیقت چې د سرحدونو او توپیرونو له ورهاخوا د مسلمانانو زړونه له یو بل سره نښلوي.
او له قرآن کریم څخه به بله کومه پیاوړې اړیکه وي؟ داسې کتاب چې حضرت محمد مصطفی(ص) د انسانانو د هدایت لپاره راوړی او اوس هم د میلیونونو مسلمانانو په زړونو کې د لارې مشال او د همدردۍ، خواخوږئ او یووالي یو ګډ ټکی دی.
قدرمنو دوستانو ،قرآن کریم یوازې د عبادت او اخلاقو کتاب نه دی؛ بلکې د ژوند او د داسې ټولنې د جوړولو کتاب هم دی چې پر ایمان، ورورولۍ او همدردۍ ولاړه وي.
په دغه آسماني کتاب کې له ګڼو لارښوونو څخه یو مهم پیغام د یووالي بلنه او له درز او تفرقې څخه ډډه کول دي.
خداي تعالی په قرآن کریم کې مؤمنان د الهي رسۍ د ټینګې نیولو لپاره بولي او فرمائي؛
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا
«او ټول د خداي په رسۍ منګوَلې ښخې کړئ او تفرقه مه کوئ.
دغه آیت، یووالی یوازې یوه ساده او لنډمهاله سپارښتنه نه ګڼي؛ بلکې دا د مؤمنې ټولنې د ساتنې او د بریا د ترلاسه کولو لار معرفي کوي.
قرآن کریم د دغې همدردۍ د رامنځته کولو لپاره یوازې د یووالي خبره نه کوي، بلکې د یووالي ترڅنګ د ګڼو مفاهیمو یادونه کوي: همکاري او ملګرتیا، اصلاح، مینه او محبت ، ورورولي، یو له بل سره مرسته او له شخړې ډډه کول یادوي.
قرآن کریم د بقرې سورې د ۲۱۳ آیت په پیل کې انسانان په اصل کې «یو امت» معرفي کوي او فرمائي:
«کَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً» او په بل ځای کې د الهي دینونو د ټولو پیروکارو په یوه ځآي په غونډیدا او د ګډې او یوې خبرې او ګډو باورونو پر چورلیز سره پر راټولیدا ټيڼګار کوي. :
دغه الهي کتاب د مؤمنانو لاره «صراط مستقیم» هم بولي؛ یوه داسې مستقیمه او واحده لاره چې انسان د تیت پرکو لارو په تعقیبولو سره باید ترې جلا نه شي:
«وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِی مُسْتَقِیمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِکُمْ عَنْ سَبِیلِهِ» (الأنعام/۱۵۳)
«او بېشکه دا زما نېغه لار ده؛ نو همدا لاره تعقیب کړئ او په نورو لارو مه ځئ، چې هغه به مو د خداي له لارې جلاکړي.::
د قرآن له نظره دا هم مهمه ده چې پوهه شو، یووالی یوازې په ګډ فکر پورې محدود نه دی؛ بلکې د زړونو په یووالي، ورورولۍ، د اړیکو په اصلاح او متقابلې مرستې سره رامنځته کېږي.
له همدې امله د انفال سورې په ۶۳ آیت کې فرمائي؛ وَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِهِمْ» او د هغوی د زړونو ترمنځ یې مینه او الفت پیدا کړ.
او په یوه بل ځای کې قرآن کریم فرمایي؛ یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا... وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى:: اې مؤمنانو! ... په نېکۍ او تقوا کې له یو بل سره مرسته وکړئ.» (المائده سوره /۲)
او په الحجرات سورې کې د مؤمنانو ترمینځ اړیکه په خورا ښکلي تعبیر بیانوي:إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَیْنَ أَخَوَیْکُمْ» بېشکه مؤمنان سره وروڼه دي؛ نو د خپلو دوو وروڼو ترمینځ سوله او روغه جوړه وکړئ.::
په قرآني منطق کې ورورولي یوازې یوه ښکلې کلمه نه ده؛ بلکې یو مسئولیت دی.
ورور د خپل ورور په خوښۍ کې ورسره وي او د ستونزو پر مهال ئې لاس نیسي. د هغه نیمګړتیاوې د سپکاوي لپاره وسیله نه ګرځوي. د هغه د تېروتنې پر وړاندې د کینې او غچ پر ځای د اصلاح لاره غوره کوي.
او کله چې کوم خطر ټولنه ګواښي، نو شخصي او ډلهییزې ګټې یوې خوا ته کوي او د نورو ترڅنګ درېږي.
که دا ډول لید د مسلمانانو ترمنځ ژوندی شي، نو اختلافي نظرونه به نور په دښمنۍ بدل نه شي او توپیرونه به د تفرقې لامل ونه ګرځي.
البته دلته یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ؛ د دغه یووالي چورلیز څه شی دی؟
قرآن کریم د دغې پوښتنې ځواب په توحید؛ یعنې پر یوه خداي په باور کې ویني.
د آل عمران سورې په ۶۴ آیت کې خدای تعالی خپل پیغمبر(ص) مأمور کوي چې اهل کتاب یوې ګډې خبرې ته وبولي او فرمائي:
«قُلْ یَا أَهْلَ الْکِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى کَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَیْنَنَا وَبَیْنَکُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِکَ بِهِ شَیْئًا وَلَا یَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ ، فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ»
«اې پېغمبره! ووایه: ائ اهل کتابو! راشئ هغې ګډې خبرې ته چې زمونږ او ستاسو ترمینځ یو شان ده؛ دا چې له خداي پرته د بل هېڅ چا عبادت ونه کړو، هېڅ شی له هغه سره شریک ونه ګرځوو او له مونږ څخه ځینې نور د خداي پر ځای خپل خدایان ونه نیسي. نو که هغوی مخ واړوي، ووایئ: تاسو شاهدان اوسئ چې مونږ مسلمانان یو.:::(آل عمران سوره/۶۴).
دا آیت د خبرو اترو او همدردۍ په اړه هم یو مهم درس لري؛ هغه دا چې د انسانانو د نږدې کولو لپاره باید لومړی پر ګډو ټکو او مشترکو ارزښتونو تکیه وشي.
د مسلمانانو ترمنځ دا ګډ ټکي تر ټولو روښانه دي: یو خدای، یو قرآن کریم او حضرت محمد مصطفی(ص).
همدا ګډ ارزښتونه د خبرو اترو، همکارۍ او همدردۍ د پیل ټکی کیدلی شي.
که انسانان د توپیرونو پر ځای پر خپلو ګډو ارزښتونو او ګډو موخو تمرکز وکړي، نو د یو بل د پېژندنې او د ناسمو پوهاویو د کمېدو لپاره به زمینه برابره شي.
او له داسې اړیکو څخه د خیر په لاره کې ملګرتیا او د یوه ارام، سولهییز او لا انساني نړۍ د جوړولو پر لور ګام پورته کیدلی شي.
=قرآن کریم د یووالي تر څنګ، د تفرقې او درز د پایلو په باب هم خبرداری ورکوي.
خدای تعالی په انفال سوری کې فرمایي:؛وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِیحُکُمْ»
«له یو بل سره شخړه مه کوئ، که نه نو کمزوري به شئ او قدرت او برم به مو له منځه ولاړ شي.
دا آیت مونږ ته یوه مهم حقیقت راپه ګوته کوي: تفرقه یوازې زړونه له یو بل څخه نه لیرې کوي؛ بلکې د یوې ټولنې قدرت هم له مینځه وړي.
هغه ټولنه چېرې چې کینه، تعصب، سپکاوی او دښمني د ملگرتیا او همدردۍ ځای ونیسي، ورو ورو له دننه کمزورې کېږي. خو یووالی قدرت رامنځته کوي؛ یو داسی قدرت چې د زړونو، افکارو او وړتیاوو د یوځای کېدو له لارې رامنځته کېږي.
قرآن کریم ایماني ټولنه د ورورولۍ، مینې او همدردۍ پر ژو,رو اړیکو ولاړه انځوروي؛ داسي اړیکې چې که ټینګې وي، ټولنه به هم ټینګه او پیاوړې پاتې شي.
د قرآن کریم له نظره، یووالی او ټولنیز انسجام یوازې کوم اخلاقي فضیلت نه دی؛ بلکې د مؤمنانو د ټولنې د پایښت یو بنسټ دی.
هر هغه عامل چې دغه اړیکې کمزورې کړي، ایمان او د انساني اړیکو سلامتيا هم له ګواښ سره مخامخولی شي.
په بل عبارت، د قرآن په منطق کې هغه ټولنه چې زړونه یې یو بل ته نږدې وي، د ستونزو پر وړاندې به لا ټینګه ودرېږي؛ او هغه ټولنه چې په کینې، دښمنۍ او تفرقې اخته شي، له داخله به کمزورې شي.
له همدې امله قرآن کریم په وار د واره مؤمنان د دغو اړیکو ساتنې، د اختلافاتو د اصلاح او د ورورولۍ او همدردۍ د روح د پیاوړتیا لپاره بولي.
= نو د وحدت اونۍ یوازې د یوې تاریخي مناسبت یادونه نه ده؛ بلکې د یوه قرآني پیغام د بیا لوستلو او بیا راژوندي کولو فرصت دی.
یو داسې پیغام چې مونږ ته وایي: که څه هم کېدای شي په ځینو مسئلو کې له یو بل سره اختلافي نظر ولرو، خو باید اجازت ورنه کړو چې دغه توپیرونه د ورورولۍ او همدردۍ بنسټ له منځه یوسي.
قرآني یووالی د توپیرونو له پامه غورځول نه دي؛ بلکې د ګډو حقیقتونو موندل او د هغو د همکارۍ او همدردۍ لپاره د زمینې په توګه کارول دي.
او له یوه خدای پر ایمان او د هغه د پېغمبر پر پیروۍ به کوم ګډ حقیقت لوړ وي، یو داسې پېغمبر چې د انسانانو د رحمت او هدایت لپاره رالېږل شوی دی؟
نن سبا اسلامي نړۍ تر بل هر وخت ډېره دغه پیغام ته اړتیا لري.
په هغو سیمو کې چې ماشومان، ښځې او عام خلک د جنګ او تاوتریخوالي قرباني کېږي؛ په هغو ټولنو کې چې اختلاف او کرکه د ظلم او بېعدالتۍ لپاره لاره هواروي، د همدردۍ او د مؤمنانو د یو بل د مرستې په اړه د قرآن غږ یو ځل بیا د ستونزو د حل لارښوونکی کېدلی شي.
قرآن کریم له مسلمانانو غواړي چې د یو بل د کړاوونو پر وړاندې بېتفاوته پاتې نه شي؛ بلکې همکاري او اصلاح د بېتفاوتۍ او شخړې ځای ونیسي او د خیر او عدالت لپاره د یو بل ترڅنګ ودرېږي.
او څومره به ښه وي که د وحدت اونۍ یوازې د یوې کال هیندارې له عنوان څخه واوړي او په یوې عملي کړنلارې بدله شي؛ داسې کړنلاره چې په هغې کې یو مسلمان د بل مسلمان درد خپل درد وبولي او اختلاف ، د مرستې او همدردۍ خنډ نه شي.
= قدرمنو گلانو " لا هم د قرآن غږ روښانه او رسا دی:
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا»
«او ټول د خداي په رسئ منګولې ښخې کړئ او تفرقه مه کوئ.
دا د ټولو زمانو لپاره بلنه ده؛ داسې بلنه چې مونږ هغه ټکي ته د بېرته ستنېدو لپاره دعوت کوي چې زړونه له یو بل سره نږدې کوي.
قرآن کریم هماغه رسۍ کیدلی شي چې د مسلمانانو لاسونه له یو بل سره تړي؛ هماغه رڼا وي چې د همدردۍ لاره روښانه کړي؛ او هماغه غږ وي چې مونږ ته دا یادونه وکړي: چی ؛ اختلاف باید مونږ له ورورولۍ څخه لیرې نه کړي؛ او توپیر باید د همدردۍ خنډ نه شي.
د وحدت اونۍ یو فرصت دی چې دغه اسماني غږ یو ځل بیا واورو؛ د زړونو د نږدې کولو لپاره؛ د یو بل د مرستې لپاره؛ او د داسې امت د جوړولو لپاره چې له خپلو ټولو توپیرونو سره سره، په ګډو اصولو او ارزښتونو کې یو زړه او یوه غږ وي.
ښايي نن سبا تر بل هر وخت ډېر، دا وخت رارسېدلی وي چې قرآن کریم یوازې ونه لولو، بلکې د هغه د یووالي او همدردۍ پیغام په خپل ژوند او چلند کې عملي کړو.
قرآن کریم د هدایت کتاب دی؛ او د هغه د هدایت له تر ټولو روښانه لارو څخه یوه هغه لار ده چې له ایمانه تېرېږي او د همدردۍ، ورورولۍ او یووالي پر لور رسېږي.
= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د وحدت اونۍ د لړئ ددغه مطلب وخت همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې دیووالي او اتفاق او اتحاد په هیلې سره مو په نیاؤمن خداي سپارو، تل ترتله بریالي او سوکاله ووسئ.
ژباړن!(سیماب)
***************************************************