رانا نویدالحسن او عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې به برخه کې دنده پیلوي
(last modified Sun, 12 Feb 2023 07:50:29 GMT )
Feb 12, 2023 12:20 Asia/Kabul
  • رانا نویدالحسن او عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې به برخه کې دنده پیلوي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر رانا نوید الحسن او پخواني اوپنر عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې په برخه کې یو کلن تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یاد دواړه پخواني لوبغاړي خپلو دندو ته ډیر ژر کابل ته ولاړ شي.

رانا نویدالحسن او عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې به برخه کې دنده پیلوي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر رانا نوید الحسن او پخواني اوپنر عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې په برخه کې یو کلن تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یاد دواړه پخواني لوبغاړي خپلو دندو ته ډیر ژر کابل ته ولاړ شي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې رانا نوید الحسن د افغانستان د کرکټ د عالي پرفارمنس سنټر د توپ اچونې د روزونکي په توګه ټاکل شوی او عمران فرحت به ورسره د عالي پرفارمنس سنټر د توپ وهنې روزونکی وي.

ټاکل شوې چې پخوانی اوپنر عمران فرحت د فبرورۍ په ۱۵مه او رانا نوید الحسن به د پاکستان سوپر لیګ (PSL) له اتم پړاو وروسته کابل ته ولاړ شي.

په دې اړه تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ څه ندي ویلي.

 

 

ټیګونه