د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه نن ماښام ترسره کیږي
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ نن ماښام په شپږ نیمې بجو پیل کیږي چې لومړۍ لوبه به د ابوظبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره او د افغانستان ملي تلویزیون څخه به په ژوندۍ بڼه خبره شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان د یادې لوبلړۍ د جام ښودلو مراسمو کې ویلي چې لوبډله یې دغو لوبو ته بشپړ چمتووالی نیولی دی.
راشدخان هیله ښودلې چې له عربي متحده اماراتو به دغه لوبلړۍ وګټي.
افغانستان او متحده عربي امارات په شل اووره سیالیو کې پنځه ځله له یوه بل سره مخ شوي چې څلور ځلې افغانستان او یو وار بیا متحده عربي اماراتو بریا خپله کړې ده.
همداراز افغانستان په خپل وروستیو درې شل اووره لوبو کې ماته خوړلې، خو اماراتو بیا پنځو لوبو کې څلور بایللي او یوه یې ګټلې ده.
افغانستان او متحده عربي امارات به له یادې لوبې سربېره د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه خپلې دوه نورې لوبې وکړي.