-
د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وشو
Feb 18, 2025 03:06په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست "علیرضا بیکدلي" فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې له رسنیو سره په مرکه کې وویل، د ایران پالیسي دا ده چې له افغانستان سره خپلې پولې ټینګې کړي، څو د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ ښه شي. همدارنګه د فراه له والي "مولوي غوث الدین رهبر" سره د ایران د سفیر په کتنه کې، د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې د شته ننګونو د حل په موخه، یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
-
بریتانیا د ۲ زره افغان کمانډویانو پناه غوښتنې رد کړې
Feb 17, 2025 09:30د بریتانیا د دفاع وزارت تائید کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.
-
افغانستان ته د ایران په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
Feb 17, 2025 08:33د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري ویلي چې دغه هېواد په روان کال کې افغانستان ته د څه باندې دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
-
په غور کې واورې ښویېدنې د دوو وروڼو په ګډون درې کسان مړه کړي
Feb 17, 2025 07:31د غور سیمه ایزو سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې درې کسان د واورې ښویېدنې «برفکوچ» په پېښه کې مړه شوي دي.
-
طالبانو په پاکستان کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي
Feb 17, 2025 07:14د افغان طالبانو د کډوالو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې په بلوچستان صوبې کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.
-
په سیمه کې امنیت په افغانستان کې د ثبات او امنیت له زیاتوالي سره تړاو لري
Feb 17, 2025 03:58زمونږ خبریال د ایرنا په حواله لیکلي، په تاجکستان کې د ایران پخواني سفیر سید رسول موسوي په تهران کې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په دویمه غونډه کې وویل چې د افغان طالبانو د حکومت په اړه هیڅ نړیواله اجماع نشته، او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه بهر د بندیزونو لاندې د طالب وزیرانو د سفرونو او په قزاقستان او قرغزستان کې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د لرې کولو سره، په افغانستان کې د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو شتون تایید شوی دی.
-
اسلامي نړۍ باید په کلکه د فلسطین ملاتړ وکړي
Feb 17, 2025 03:57د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د له منځه وړلو لپاره د امریکا او صهیونیسټ رژیم له ګډ پلان سره د مقابلې لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د جدي حرکت لپاره د عربي او اسلامي هیوادونو د ملاتړ یادونه وکړه،او ویې ویل: "اسلامي نړۍ باید په کلکه د فلسطین ملاتړ وکړي."
-
د طالبانو د حکومت پلاوی جاپان ته ځي
Feb 17, 2025 03:54تمه ده چې د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د لومړي ځل لپاره په یوه دیپلوماتیک سفر کې جاپان ته ولاړ شي.
-
طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو ووهله
Feb 16, 2025 09:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهل شوې ده.
-
تورن افغان د اسلامي انګېزې له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی
Feb 15, 2025 02:43د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو خېژولی دی.