-
افغانستان د بېثباتۍ سرچینه او د نړۍ لپاره لویه ننګونه ده
Mar 07, 2024 12:05په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي چې دا هېواد د بېثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه ده.
-
افغانستان د آزادۍ او ډېموکراسۍ په برخه کې بد ترین هېواد ګڼل شوی
Mar 05, 2024 04:48فریډم هاوس په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۲۴ کال د آزادۍ او ډېموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی او افغانستان یې د آزادۍ په برخه کې د بدترینو هېوادونو په قطار کې شمېرلی دی.
-
د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې د وسلو له نړيوال نندارتون څخه لیدنه کړې
Mar 05, 2024 04:39د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې په هغه هېواد کې د وسلو له نړيوال نندارتون (ډيمډکس) څخه ليدنه کړې ده.
-
«نسیم» راډیو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته خپرونې پیل کړې
Mar 03, 2024 04:51په دایکندي کې د «نسیم» په نوم یوې سیمه ایزې راډیو چې شپږ میاشتې وړاندې د سرپرست حکومت د ځايي چارواکو لهخوا تړل شوې وه، «شنبه، د کب په ۱۲مه» یې خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.
-
د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او نورو مهارتونو لپاره یو لړ پرواګرامونه پیلوو
Feb 28, 2024 12:37د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکن» د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، مهارت، وړتیا، کاروبار او دا ډول نورو برخو لپاره د درېیو نویو پروګرامونو د پيل کولو خبر ورکړ.
-
چین د افغانستان د انجلیو په زده کړې ټینګار وکړ
Feb 25, 2024 05:53زمونږ خبریال راپور راکړی چین وايي د طالبانو 'منځلارې حکومتولي' او د ښځو او نجونو تعلیم غواړي.
-
په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیز باید لرې شي
Feb 20, 2024 08:17د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترش په اېکس پاڼه کې لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې، تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې پکې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.
-
طالبان باید د نجونو د زدهکړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي
Feb 20, 2024 08:07په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټولشمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان هم باید په اړه یې په ریښتینې توګه فکر وکړي.
-
په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 20, 2024 06:03د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه ایزې سرچینې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
-
په کندهار کې د انځور او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی
Feb 20, 2024 05:56د کندهار د والي ویاند ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشیرین آخند د کندهار ملکي او پوځي ادارو ته یو مکتوب لېږلی، چې له مخې یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له انځور او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه ویلي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نهدی.