-
ملګروملتونو د افغانستان د ښاریزو د امنیت د تضمین غوښتنه وکړه
Apr 24, 2022 09:45ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټر ریچارډ بنت په افغانستان کښې د ملکي وګړو پرضد د حملو له زیاتیدا سره په یووخت د طالبانو د حکومت لخوا د دغه هیواد د ښاریزو د حفاظت غوښتنه وکړه .
-
یمن به د عربستان خلاف ورزۍ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
Apr 24, 2022 09:23المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د ائتلاف غلیمانه اقداماتو ته په اشارې سره وویل د یمن پوځ او ولسي کومیټیانې به د دښمن لخوا د اوربند خلاف ورزۍ ته جدي او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
-
په افغانستان کې په وروستیو چاودنوکې تر پنځوسو زیات ماشومان وژل شوي دي
Apr 24, 2022 08:00زمونږ خبریال وايي په سیمه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق یا یونیسف مشر جورج ایدجي وایي په افغانستان کې په وروستیو بم چاودنو کې خواوشاه پنځوس تنه ماشومان چې نجونې او هلکان دي وژل شویدي .
-
د افغانستان خلکو ته د ایران د ولسمشر پیغام ورسول شو
Apr 23, 2022 11:18زمونږ خبریال وايي د کابل په لویدیځ کښې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي د ترهګرو حملو د شهیدانو کورنیو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د تسلیت او د خواخوږۍ پیغام اعلان شو .
-
ننګرهار کې به زمکني توتان د تاریاکو د فصل ځای ناستی شي
Apr 23, 2022 11:03زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په ننګرهار کې سږ کال د زمکنیو توتانو(Strawberry) د حاصل کچه تر یوسلو اویا (۱۷۰)ټنو زیاته اټکل شویده .
-
طالبانو له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه
Apr 23, 2022 10:31ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت مشر چې نن سبا یې د سرحدي پیښو په وجه له پاکستان سره اړیکې کړکیچنې شوي دي هیله وکړه د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت واک ته په رسیدا سره د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې ښې او نورې پراخې شي .
-
اسلامي ایران او عربستان خبرې ترسره کړي دي
Apr 23, 2022 08:54نور نیوز راپور ورکړی د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د لوړرتبه استازیو ترمینځ د خبرو اترو پینځم (۵) پړاو د عراق په پلازمینې بغداد کښې وشو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د له سره پیلیدا په هکله روښانه لرلید پکښې انځور شوی دی .
-
د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان چاودنې وغندلې
Apr 23, 2022 07:52زمونږ خبریال وايي د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې په یوې بیانیې کښې د افغانستان د مسلمانانو پرضد د وروستیو غمیزو په غندلو سره د دا ډول پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه .
-
طالبانو د لوړو زده کړو لپاره د نجونو او هلکانو وختونه بېل کړل
Apr 23, 2022 05:27زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقت حکومت د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ددې وزارت د سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني له قوله لیکلي چې د لوړو زده کړو وزارت له پرله پسې هڅو او سلا مشورو وروسته دلوړو زده کړو پرمهال په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د زده کړو وختونه بېل کړل .
-
د کابل چاودنو د قربانیانو کورنیو سره ۲ مېلیونه افغانۍ مرسته وشوه
Apr 23, 2022 02:49د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت یوپلاوي د قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د هېوادوالو امنیت به خوندي کړي.