طالبانو له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه
Apr 23, 2022 10:31 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت مشر چې نن سبا یې د سرحدي پیښو په وجه له پاکستان سره اړیکې کړکیچنې شوي دي هیله وکړه د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت واک ته په رسیدا سره د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې ښې او نورې پراخې شي .
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه پیغام کښې د هغه انتخاب یو ښه او ارزښمن ګام وباله او هیله یې وکړ چې د دواړو هیوادونو اختلافات ختم شي او اړیکې پراخې شي .
طالبانو د افغانستان د مخکنیو چارواکو په شان ویلي دي چې ډیورینډ سرحدي کرښه نه مني او هلته دې د پاکستان سرحدي پوستې باید ختمې شي .
ټیګونه