د کابل چاودنو د قربانیانو کورنیو سره ۲ مېلیونه افغانۍ مرسته وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115110-د_کابل_چاودنو_د_قربانیانو_کورنیو_سره_۲_مېلیونه_افغانۍ_مرسته_وشوه
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت یوپلاوي د قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د هېوادوالو امنیت به خوندي کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2022 02:49 Asia/Kabul
  • د کابل چاودنو د قربانیانو کورنیو سره ۲ مېلیونه افغانۍ مرسته وشوه

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت یوپلاوي د قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د هېوادوالو امنیت به خوندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت د کابل په دشت برچي سیمه کې د سه‌شنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ تر څنګه د دوه مېلیونه افغانیو مرسته وکړه.

د  طالبانو دکورنیو چارو وزارت یو پلاوي د قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې د هېوادوالو امنیت به خوندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت سریاور عبدالرحیم ثاقب وايي: «زموږ او ستاسو مسوولیت دا دی چې د دې جنایتکارانو، ظالمانو او حشیانو پر وړاندې لاس په لاس ودرېږو او مقاومت وکړو.»