-
د عراق خلکو د فلسطین له مقاومته په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وکړې
May 16, 2021 01:52د عراق زرګونه خلک پرون مازیګر د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندنه کښې د دغه هیواد د پلازمینې بغداد ښار په التحریر چوک کښې راغونډ شول.
-
اسرائیل د مشکلاتو اصلي جرړه دی
May 15, 2021 00:41ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان نیوز انګریزۍ ژبې ورځپاڼې د صهیونیسټ رژيم د نیواکګرۍ ، تیریو او د وژلې په وړاندې دفاع کول د فلسطین د خلکو جایز حق وباله .
-
چین د امریکا په خنډونو جوړولو سخته نیوکه وکړه
May 15, 2021 00:30ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «هوا چون اینګ » د فلسطین او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا کارړنګونې ته په غبرګون کښې وویل واشنګټن په یوازې ځان د اسرائیلو او د فلسطین حالاتو ته په غبرګون کښې د امنیت شورا غږ غلی کړ او یوځل بیا د نړیوالې ټولنې مخ ته ودریدله .
-
ایران په افغانستان کښې په میلیارډونو ډالره پانګونه کوي
May 14, 2021 10:04مهر خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د لارو او د ښارونو د جوړونې د وزیر سلاکار سید حسین میر شفیع په افغانستان کښې د ایران د پینځه اعشاریه درې میلیارډه ډالره د پانګونې لپاره د لومړیو موافقو خبر ورکړ .
-
د افغانستان له قندهار اډې د امریکا پوځيان ووتل
May 14, 2021 08:59اوا خبري اژانس وايي د قندهار له ترټولو سترې اډې د امریکا پوځيان ووتل .
-
د فلسطین مقاومت د اسرائیلو ماتیدل په ګوته کړل
May 14, 2021 07:37العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د فلسطین مقاومت د ارادې په ځواک سره وښودله چې اسرائیلي دوښمن ماتیدونکی رژیم دی .
-
له ځمکني جنګ د اسرائیلو هدف رواني جنګ دی
May 14, 2021 07:21د فلسطین سما خبري اژانس وايي د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر نایب رئیس وویل د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د ګواښ هدف یوازې د فلسطین په ملت باندې د رواني اغیز د اچولو لپاره دی .
-
غزني ولایت کښې یو معلم وژل شوی دی
May 14, 2021 02:59یو افغان معلم د کوچني اختر او د اوربند په وړومبۍ ورځ د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کښې د ماین په چاودنه کښې ووژل شو
-
قندوز کښې چاودنه شوې
May 14, 2021 02:14د افغانستان په قندوز ولایت کښې د ماین چاودنې دوه کسان وژلي دي
-
د ایران او عربستان دخبرواترو کوربتوب د عراق لپاره ویاړ دی
May 13, 2021 12:03د عراق د الحشد العشبي ولسی مبارز ځواک مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې له عربستان سره په خبرواترو کې دایران کړچار مثبت دی ،زیاته کړې ده ، سعودي عربستان هم عراق ددغو خبرواترو د واسطې په توګه منلی دی .