-
عربستان او ایران دیوه بل دحذفولو فکر نشي کولی
Mar 21, 2023 11:55کمال خرازي زیاته کړې ده ، د یمن والو ترمینځ د خبرواترو د فضا برابریدا، دکلابندۍ ختمیدا او د اوربند دوام او په نهایت کې د هماغه ټاټوبی د خلکو د غوښتې او هوډپه اساس د یوه حکومت جوړیدا،په یمن کې د جنګ له هماغه پیله د ایران داسلامی جمهوریت اصولی دریځ دی او هماغه شان ایران تیار دی چې د دغو خبرو د پوره کیدا لپاره دوه چنده هڅې وکړي.
-
د ایټمي بټیو په حوزې کې به مهم پرمختګ وکړو
Mar 21, 2023 10:26د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې ویندوي ووئيل، که څه هم ډيرې په دې پسې وو چې د ایټمي صنعت وَنه له بیخه وباسي، خو ونه توانیدل او اوس دغه وَنه د میوې د ورکولو په حال کې ده او د ایران د ملت لپاره به ډير ښه خبرونه ولرو.
-
د افغانستان دطالبانو استخباراتي پلاوي په پاکستان کې پټ لیدۀ کاتۀ وکړل
Mar 21, 2023 10:12د افغانستان د طالبانو د حکومت یو استخباراتي پلاوي پاکستان ته په پټ سفر سره ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو او ځینو مهمو موضوعګانو په اړه دنظر تبادله وکړه.
-
د ایران د ملت لپاره د بایډن نوروزي پیغام تش دروغ دی
Mar 21, 2023 09:22له ایرانیو میرمنو څخه د ملاتړ دروغجنه ادعا او د ایران د ملت په ضد دظالمانه بندیزونو ساتل او زیاتولو سره یووخت والی ، د ایراني ضد رهبرانو او امریکائي رژيم ددښمنۍ او نفاق ننداره ده.
-
د ایران اوعربستان ترمینځ موافقه په سیمې کې امنیت پیاوړی کوي
Mar 21, 2023 08:52د الجزایر خارجه و زارت بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، د عربستان او ایران ترمینځ لاسلیک شوي موافقه به په سیمې کې دامنیت د پیاوړتیا او دغه راز د فلسطین دآرمان له دفاع سره مرسته وکړي.
-
امریکا نه غواړي عراق کښې داعش ډله ختمه شي
Mar 19, 2023 10:52المعلومه اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د عراق د الفتح ائتلاف یوه مشر عدی عبدالهادي وویل امریکا په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې د جرړه ایستلو غوښتونکي نه ده.
-
افغانستان یو امن هېواد دی
Mar 18, 2023 02:19د افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، دغه هېواد تر بل هر وخت ډېر خوندي وباله.
-
پاکستان کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ تنه مړه شوي دي
Mar 18, 2023 01:47پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
-
په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیاتو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا ده
Mar 18, 2023 01:38په منځنۍ ختیځ کې د امریکا جګپوړی قومندان مایکل کوریلا وایي ، ښايي داعش په افغانستان کې په نږدې شپږ میاشتو کې د دې وړتیا پیدا کړي چې د امریکا او یا د امریکا لوېدیځو متحدانو ګټې په نښه کړي.
-
افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د یوه پلاوي شونی راتګ
Mar 18, 2023 01:26د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم طاها’ وايي په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامي دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او د اسلامي امارت له چارواکو سره د اسلام له نظره د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.