په نابلس کې دوه فلسطیني ځوانان په شهادت ورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130546-په_نابلس_کې_دوه_فلسطیني_ځوانان_په_شهادت_ورسېدل
د لوېدیځې غاړې پر نابلس ښار باندې د صهیونیستي پوځیانو د برید له امله، دوه فلسطیني ځوانان شهیدان او درې نور ژوبل شول.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Apr 03, 2023 07:51 Asia/Kabul
  • په نابلس کې دوه فلسطیني ځوانان په شهادت ورسېدل

د لوېدیځې غاړې پر نابلس ښار باندې د صهیونیستي پوځیانو د برید له امله، دوه فلسطیني ځوانان شهیدان او درې نور ژوبل شول.

ایرنا خبري آژانس د فلسطیني رسنیو په حواله خبر ورکړی چې صهیونیستي پوځیانو نن د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې پر نابلس ښار برید وکړ، چې له امله یې دوه فلسطیني ځوانان شهیدان او درې نور ژوبل شول.

په دغه راپور کې راغلي، اسرائيلي پوځيانو هم په دغه ښار کې د "عز طوقان" او "نضان طبنجه" په نومونو دوه فلسطيني ځوانان د هغوی کورونو ته په ورتلو ونيول.

د دغه راپور له مخې، د فلسطيني جنګياليو او اسرائيلي پوځيانو ترمنځ نښته دوام لري.

د مقاومت د ډلې «عرین الاسود» (د زمریانو کور) جنګیالیو په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې په نابلس ښار کې د صهیونیستي نیواکګرو پر وړاندې په ډزو او چاودنو سره مبارزې ته دوام ورکوي.