د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندهار په لومړۍ ناحیه ځانمرګی برید غندلی دی. دغې شورا جمعه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د بریدونو دوام «موږ اړ باسي، چې خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته ور دننه کړو. »
د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له زده کړو څخه د افغان نجونو دوامداره محرومیت زړه ماتوونکی او په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره یو غیر معمولي وضعیت بللی دی.
د افغان طالبانو ملي دفاع وزارت، د وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.
د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز وایي، هېواد یې په افغانستان کې په دولت جوړونه کې پاتې راغلی او له ستراتیژیکې ماتې سره مخ شو
د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان پر ځینو سیمو بمبارۍ، د دواړو غاړو تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته کړې، چې له امله یې افغان طالبانو هم د پاکستان پر سرحدي سیمو ځوابي بریدونه وکړل.
د افغلانستان د طالبانو ویاد ذبیح الله مجاهد وايي چې، پر خوست او پکتیکا د پاکستان دا ډول غیر سنجیده کړنې او بریدونونه به ناوړه او بدې پایلې ولري.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسئولين وايي چې د جلالاباد په سیمهایز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.
د ننګرهار سیمهایزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ په وسلهواله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.