Mar 21, 2024 08:10 Asia/Kabul
  • که پر پاکستان بل برید وشو، زموږ ځواکونه پر افغانستان برید ته چمتو دي

د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د بریدونو دوام «موږ اړ باسي، چې خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته ور دننه کړو. »

هغه دا ګوت څنډنه هم وکړه، چې پاکستان به «مرکزي آسیا سره د نښلېدو لپاره د واخان پر دهلیز خپله ولکه ټینګه کړي.»

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو د افغانستان په خاوره کې پر ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د بریدونو په اړه ورته څرګندونې کړې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پوځ ته نږدې یو پاکستانی سیاستوال، داسې ګواښونه کوي.

جان اڅکزي د چهارشنبې په ورځ د وري په لومړۍ نېټه د خپلې اېکس پاڼې په یادښت کې ګوت څنډنه وکړه، چې که چېرې بل ترهګریز برید کېږي؛ نو «پاکستان به په سملاسي توګه د افغانستان خاورې ته وردننه کېږي او د واخان بندر په ولکه کولو سره به ځان له مرکزي آسیا سره وصل کړي.»

ټیګونه