-
صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو خلاف فاسفورسي بمونه استعمالوي
May 18, 2021 02:11د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې د امریکې په خنډ اچونو باندې په نیوکې سره وویل: صهیونیسټي رژيم جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د غزې د اوسیدونکو خلاف یې حتی له فاسفورسي بمونه کار اخیستی دی.
-
چین هم د فلسطین د ولس په وړاندې د امریکې په ناسم کړچار نیوکه وکړه
May 18, 2021 02:05د چین د خارجه وزارت ویاند په غزې تړانګې کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم د حملو د بندولو په موخه د امریکې په ناسمې کړنلارې نیوکه وکړه
-
اتمراوفرحان د افغانستان او فلسطین په وضعیت خبرې وکړې
May 18, 2021 08:15په دې خبرو کې د فلسطین پر روان وضعیت او د اسراییلو پر وحشتونو هم خبرې شوې او ټینګار شوی چې ملګري ملتونه باید دلته روان خونړي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
-
غزې باندې په پرونیو هوايي حملو کښې ۱۰ فلسطینیان شهیدان شول
May 18, 2021 00:19صهیونیسټي رژیم پرون هم د نړیوالو غبرګونونو سره سره د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې څو ځلې حملې او بمبارۍ وکړې.
-
د امریکې حکومت په قاتل صهیونیسټي رژيم د ماډرن وسلو له خرڅولو سره موافقه وکړه
May 18, 2021 02:13واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په دې روانو حالاتو کښې په دغه قاتل رژیم باندې د پرمختللو وسلو د خرڅون له یو تړون سره د امریکې د حکومت د موافقې خبر ورکړ
-
عمران خان په ټول پاکستان کښې په صهیونیسټي ضده مظاهرو ټینګار وکړ
May 18, 2021 00:40د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف د سراسري مظاهرو د کولو غوښتنه وکړه
-
د فلسطین د حقوقو اخیستل یو نړیوال مسئولیت دی
May 17, 2021 12:13د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوې بیانیې په اعلانولو سره ټینګار وکړ چي د فلسطیني ولس د حقوقو اخیستل یوازې یوه اسلامي-عربي مساله نه ده بلکي فلسطین د حق غوښتنه د ټولي نړۍ مسئولیت دی.
-
په غزه کښې د رسنيو په برج د صهيونېسټ رژيم حمله، د دغه رژيم د جنايتونو د انعکاس مخنيوے
May 17, 2021 03:36صهيونېسټ رژيم د تېر خالي په ورځ د مۍ په پينځلسمه د نړيوالو قوانينو په خلاف او د خپلو جنايتونو د انعکاس د مخنيوي لپاره په غزه کښې په الجلا ټاور باندې چې د نړيوالو رسنيو يو شمېر دفترونه پکښې موجود وو هوائي حمله وکړه او هغه يې تباه کړ.
-
عمران خان او ماهاتير محمد د صهيونېسټ رژيم يرغل وغندۀ
May 17, 2021 02:59د پاکستان وزيراعظم او د ملېشيا پخواني وزيراعظم په غزې باندې د صهيونېسټ رژيم حملې وغندلې او د دغو حملو د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې د اقداماتو غوښتونکي شول.
-
صهيونېسټ رژيم په نيواکي زمکو کښې يونيم زر فلسطينيان ونيول
May 17, 2021 02:12د فلسطين د اسيرانو کلب پرون په يو رپوټ کښې وويل: په نيواکي قدس شريف کښې د احتجاجونو د شروع کېدو له وخت نه د فلسطين په نيواکي زمکو کښې صهيونېسټ رژيم يو نيم زر فلسطينيان ونيول.