-
په غزې کې د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ اندیښمنونکي ده
Oct 25, 2023 02:42د ملګروملتو سرمنشي د امنیت شورا په یوې ناستې کې ووئیل ، په مینځني ختیځّ کې حالات مخ په خرابیدو دي او په غزې کې جنګ ممکنه ده سیمې ته هم پراخ شي.
-
له وحشي صهیونیسټي رژيم سره دې عربان غړیکې غوڅې کړي
Oct 25, 2023 02:04د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر پر اسلامی او عربو هیوادونو غږ کړی څو له نیواکګر رژيم سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړي.
-
د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ دوام
Oct 24, 2023 11:21د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل څخه د ۱۷ ورځو په تېرېدو او په غبرګون کې یې د غزې پر تړانګه د صهیونیسټي رژیم د بې ساري بمبارۍ له امله چې په زرګونه فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول، مګر امریکا د دغه رژیم د ستراتیژیک متحد په توګه، د دغو جنایتکارو اقداماتوته په پوره بې غورۍ سره، د ځان د دفاع په پلمه د اسرائیلو د جنایتونو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار کوي.
-
امریکا، بریتانیا او اروپایان د نسل وژني مسوول دي
Oct 24, 2023 02:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې میرمن شیرین مزاري امریکا او لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د زیاتیدا مسوول وبلل.
-
اسلامي هیوادونه باید د غزې د تړانګې ملاتړ وکړي
Oct 24, 2023 02:46فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن سهار په یوې بیانیې کښې له غزې تړانګې په ملاتړ کښې د اسلامي او د عربي هیوادونو د پریکنده او د چټک دریځ د غوره کولو غوښتنه وکړه.
-
صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب توغندي ویشتلي
Oct 24, 2023 01:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټ رژیم پرون د لبنان په ختیځ او جنوبي برخې کښې د «کفر شوبا» ښارګي په شاوخوا سیمو باندې توغندي وویشتل.
-
غاصب صهیونیسټ رژیم باید د دنیا له نقشې ورک شي
Oct 24, 2023 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د تقلید یوه مرجع ایت الله حسین نوري همداني وویل: غاصب صهیونیسټ رژيم باید د دنیا له مخ څخه حذف شي.
-
له اسرائيلو څخه د امریکا بي دلیله ملاتړتونه
Oct 23, 2023 11:01د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له اسرائيلوڅخه د امریکا دبې خرته ملاتړونو او دهغو د دلیلونو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
-
د اسرائیلو رژیم نن بیا په سوریې بریدونه وکړل
Oct 22, 2023 10:37سانا خبري اژانس راپور راکړی رسندوي سرچینو په دمشق او حلب هوايي ډګرونو باندې د صهیونیسټ رژیم د توغندوي حملو او د سوریې د دافع هواو د ځواب د ورکولو خبر ورکړ.
-
اسرائیل د فلسطین په غزې تړانګې حملې زیاتوي
Oct 22, 2023 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی په غزې تړانګې باندې د ځمکنۍ حملې لپاره د تدارکاتو د بشپړیدا له راپورونو سره په یووخت د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل له نن څخه په غزې تړانګې باندې حملې زیاتوو.