صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب توغندي ویشتلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټ رژیم پرون د لبنان په ختیځ او جنوبي برخې کښې د «کفر شوبا» ښارګي په شاوخوا سیمو باندې توغندي وویشتل.
د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم توغندوي حمله په داسې حال کښې ده چې پرون مازیګر د لبنان په جنوبي سیمو کښې د چاودنې غږ واوریدل شو.
ویل کیږي چې د اسرائیلو په حملو کښې د لبنان د حزب الله څلور مبارزان شهیدان شوي دي چې عباس علي ، حسین حسن ، علي کمال او مصطفی حسین نومیږي.
له بلې د لبنان حزب الله غورځنګ پرون په یوې بیانیې کښې له لبنان سره په سرحد کښې د صهیونیسټ رژیم په یوې پوستې د بریالۍ حملې خبر ورکړ.
د لبنان حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ په تیرو څو ورځو کښې او د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم له بوږونکو جنایتونو او د ګڼ شمیر فلسطینیانو له شهیدولو وروسته د نیواکي فلسطیني په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم په پوځي مرکزونو باندې بریدونه کړي دي داسې موضوع چې په دغو سیمو کښې د ښارګي میشته صهیونیسټانو د ویریدا سبب شوي ده.
تراوسه په لسګونو زره صهیونیسټان د حزب الله غورځنګ له حملو څخه د ویریدا په خاطر د لبنان سرحد ته نږدې له ښارګیو څخه تښتیدلي دي.