-
اسرائیل د نړۍ د خلکو پام نشي منحرف کولای
Sep 28, 2021 07:43ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران پلاوي د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر چټي خبرو او د تورونو لګولو ته په ځواب کښې وویل دغه رژیم له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو د منظم پروګرام په پیلولو او په هغه څه سره چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله یې وویل نشي کولای په سیمه کښې له خپلو بې ثباتۍ رامینځته کونکو او ورانکارو فعالیتونو څخه د خلکو پام بل خوا ته واړوي .
-
د عراق خلکو تل د فلسطین د ایډیالونو ملاتړ کړی دی
Sep 26, 2021 02:20روسیا الیوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل د عراق ملت او حکومت تل د فلسطین د خلکو د ایډیالونو ملاتړ کړی دی .
-
د عراق شمال د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسانو لپاره امن ځای دی
Sep 26, 2021 01:41المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د عراق کتائب حزب الله ډلې وویل د عراق شمال سیمه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارو د عناصرو ، دسیسه ګرو او د ګوډاګیانو لپاره په امن ځای بدله شوي ده .
-
د فلسطين د ملت مقاومت د صهيونېسټ رژيم ماتې ده
Sep 15, 2021 08:39د مسجدالاقصی خطيب وويل: د فلسطين د ملت مقاومت او ټينګ اودرېدنې په مسجدالاقصی باندې د تسلط لپاره د غاصب رژيم کوششونه ناکام کړي دي.
-
له امریکا او اسرائیلو سره په دښمنۍ ویاړ کوو
Aug 23, 2021 00:07زمونږ خبریال وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ حزب الله د امریکا ، د امریکا د سلطې او د صهیونیسټ رژيم او د صهیونیسټي پروژو دښمن دی او په دغه دښمنۍ افتخار کوي .
-
اسرائیل د ترهګرو ډلو د روحیې د پیاوړي کولو هڅه کوي
Aug 21, 2021 01:11ایرنا خبري اژانس وايي د سوریې د بهرنیو چارو وزارت پرون د صهیونیسټ رژیم د حملې په غندلو سره وویل د دغو بریدونو هدف د ترهګرو د روحیې لوړول دي .
-
له صهیونیسټ رژیم سره د امریکا په ملګرتیا اعتراضیه غونډه :-
Aug 13, 2021 10:34د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو ظلم او د غلیمانه سیاستونو دوام سبب شوی چې په ټوله نړۍ کښې سلګونو مدني ټولنې او تشکلونه د بایکاټ د غورځنګ په ملاتړ کولو سره د صهیونیسټ رژیم له شرکتونو سره د ملګرتیا د غوڅیدا او د اسرائیلو د جوړو شیانو د اخیستلو د بایکاټ غوښتنه وکړي او په دې لړ کښې د امریکا په فلوریډا ایالت کښې په ټامپا ښار کښې د یوه (۱) روغتون مخ ته په اعتراضیه غونډې کښې د فلسطین د حقوقو په لسګونو ملاتړو د صهیونیسټ رژیم له شرکتونو سره د دغه روغتون په ملګرتیا اعتراض وکړ .
-
که چیرې کوم ترهګر وي نو په سر کښې اسرائیل دی
Aug 08, 2021 10:13فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ هغه هیوادونه چې داعش ډله یې روزلي ده د ایران پرضد دریځ غوره کوي دا په داسې حال کښې دي که چیرې کوم ترهګر وي نو په سر کښې یې صهیونیسټ رژیم دی .
-
صهیونیسټ رژيم یوازې د زور ژبه پیژني
Aug 07, 2021 00:36المنار ټیلي ویژن راپور ورکړ د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بیري وویل د تیرو دریو (۳) ورځو بدلونونو دغه خبره ثابته کړه چې صهیونیسټ رژیم یوازې د زور ژبه پیژندي او تیریګري د اسرائیلو د ماهیت نه جلا کیدونکي برخه ده .
-
د لبنان حزب الله له اسرائیلو سره مقابلې ته چمتو دی
Aug 07, 2021 00:28د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل په نیواکي فلسطین باندې د مقاومت غورځنګ د پرون سهار راکټي حمله د لبنان پرضد د صهیونیسټ رژیم د وړمې ورځې تیري ته مناسب غبرګون و .