-
د ایران پرضد بایکاټونه د بشري حقوقو خلاف ورزۍ ده
Apr 12, 2020 23:38زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د کابینې په غونډې کښې د امریکا د بایکاټونو دوام چې عملا درمل او خوراکي شیان پکښې شامل دي د بشر د لومړیو حقوقو ترټولو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .
-
په پاکستان کښې د کورونا زیات مریضان داخلي دي
Apr 13, 2020 01:13زمونږ خبریال وايي د روغتیا په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال ډاکټر ظفر میرزا پرون د هیواد خلکو ته ګواښ وکړ چې د کورونا ساري ناروغۍ پرضد د مخنیوي اقدامات جدي وګڼي او زیاته یې کړه په راتلونکو څو ورځوکښې چې په هیواد کښې څه رامینځته کیږي هغه به زمونږ له اقدام سره اړه ولري او ایا مونږ مخه نیونکي اقدامات ترسره کو او که نه .؟
-
د افغانستان یوه مذهبي مشر د ایران مننه وکړه
Apr 13, 2020 01:00اوا خبري اژانس وايي د افغانستان یوه (۱) مشهور شیعه عالم ایت الله محمد باقر فاضلي بهسودي په کورونا وایروس د ککړو افغان ښاریزو په مفت ډول د درملنې په خاطر د ایران داسلامي جمهوریت په تیره بیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي او د ولسمشر حسن روحاني د ښه کړچار قدرونه وکړه .
-
د ناروغ له جوړیدا وروسته هم کرونا خطر لري
Apr 12, 2020 09:38زمونږ خبریال وايي ډاکټران او طبي کارپيژاندي وايي چې له کورونا ناروغۍ څخه د مریضانو له ښه کیدا وروسته هم دغه وایروس د ناروغانو د بدن غړو ته تاوان رسوي .
-
ایران کښې د کرونا د سرالوجي کِټ د تولید وړومبنۍ لیکې کار پیل کړ
Apr 12, 2020 00:37ایران کښې د کرونا د سرالوجي Serology کټ د تولید وړومنۍ لیکه په کرج ښار کښې د "پیشتاز طب زمان" Pishtaz Teb Zaman شرکت له خوا په کار واچوله شوه.
-
په درست ایران کې دټولنیزواټن پرپلان دقیقه څارنه اړینه ده
Apr 11, 2020 00:10تر پرون پورې په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر اته شپیته زره یو سل دوه نوي کسانوته رسیدلی چې له دغو کسانو پنځه دیرش زره څلور سوه پنځه شپيته کسان له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي ، او البته له بده مرغه کابو څلور زره دوه سوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
-
د ایران په ضد د امریکا یواړخیز بندیزونه دې ختم شي
Apr 10, 2020 10:18د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې زیاته کړې،اسلام آباد د جامعه نړیواله ایټمي موافقه د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو د حل لپاره مناسبه بیلګه ګڼي، او ددغې نړیوالې موافقې پر ساتلو ټينګار کوي .
-
د پيسو د نړیوالې بسپنې (آئي ایم ایف)کرونائي امتحان
Apr 10, 2020 08:10آئي ایم ایف درې مهمې ځانګړنې لري ، یوه د یو سل نهه اتیا غړو هیوادونو د مالی او اقتصادي بدلونونو تعقیبول ، دوهمه،د آئي ایم ایف غړو هیوادونو ته مشورو ورکول او دریمه هم ، له هغو هیوادونو مرستې او هغوي ته لنډمهاله پور ورکول ، چې له مالی مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي .
-
کورونا د امریکا شپاړس زره ښاریز ووژل
Apr 10, 2020 00:21زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو شمیر له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰)څخه زیات شو .
-
افغانستان لس میلیونه کیټونو ته ډیره اړتیا لري
Apr 09, 2020 23:58تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې لپاره د تشخیص څه دپاسه لس لکه کیټونو او په میلیونونو لیټره عفوني ضد مایع موادو ته ضرورت شته .