-
افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري
Dec 21, 2024 03:05د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي چې د یوه نظام لپاره طبي زده کړي فرض عین دي. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په طبي برخه کې د ښځینه وو او نارینه پر زده کړو ټینګار کړی دی.
-
طالبانو په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلي دي
Dec 21, 2024 02:57د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آر ایس ایف (RSF) ویلي چې د طالبانو حکومت شاوخوا په یوه کال کې ۱۲ رسنۍ تړلې دي. یاد سازمان زیاته کړې چې د دې ترڅنګ، طالبانو د آرزو ټلویزیون ۷ کارکوونکي تر اوسه په کابل کې بندیان دي.
-
د ایران په اړه د برتانیې او آسټرالیا مغرضانه ادعاوې رد شوې
Dec 21, 2024 02:51د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پرون د آسټرالیا او انګلستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډه بیانیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت په تړاو ادعاوې بې اساسه او بې بنسټه وبللې او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې پر خپلو هغو سياستونو له سره کتنه وکړي چې د نړيوالو قوانينو له معيارونو سره په ټکر کې دي او د هېوادونو او لوېديځې آسيا سيمې په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.
-
صهیونیسټي دښمن سرطاني دانه ده
Dec 20, 2024 02:27د لبنان حزب ا... په یمن کې د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو تیری وغانده. د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو پرون سهار د یمن د پلازمینې صنعا پر ځینو سیمو او د یمن په لوېدیځ کې پر الحدیده ولایت حملې وکړې.
-
په سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه باید ودرول شي
Dec 20, 2024 02:23د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې باندې د اسرائیلي رژیم هوايي بریدونه د دغه هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه بللې ده.
-
د ایران خلاف د بشري حقوقو ضده پریکړه لیک طرحه قانوني حیثیت نه لري
Dec 19, 2024 03:59د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بشری حقوقو د وضعیت په هکله د پریکړه لیک په غبرګون کښې د ځینو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ او د بې بنیاده ادعاګانو د تکرار په باره کښې د کاناډا وړاندیز رد کړ.
-
په راتلونکي میلادي کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
Dec 18, 2024 11:13د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې په راتلونکي ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
-
د سوریې راتلونکی باید له بهرنۍ مداخلې پرته وټاکل شي
Dec 18, 2024 10:56په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: د سوریې راتلونکی باید یوازې د دغه هېواد د خلکو له خوا پرته له بهرنۍ لاسوهنې او تحمیل څخه وټاکل شي.
-
د ایران پر وړاندې د ماشې میکانیزم فعالول، له ناکامۍ سره مخ دی
Dec 18, 2024 10:36په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر او دایمي استازي، د برجام په اړه د امریکا او اروپا پر چلند په نیوکې سره وویل: د ماشې میکانیزم پر فعالولو باندې ګواښ کول له ناکامۍ سره مخ دی.
-
ایران او بلاروس د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دي
Dec 18, 2024 10:30د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي له خپل بلاروسي سیال سره په کتنه کې وویل: تهران او مینسک هوډمن دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره، ملګرتیاو ته دوام ورکړي.