-
امریکا د ټولو لوټماریو او جګړو لومړۍ طرحه کوونکې ده
Dec 28, 2024 02:32د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې په بیان سره چې امریکا د ټولو کودتاګانو، لوټماریو او جنګونو اصلي طرحه کوونکې ده وویل: هغه څه چې یقیني دي د سوریې مسئله په ښکاره یوه پېښه ده، خو په دننه کې د یوې پلان شوې پېښې په توګه ګڼل کېږي.
-
مسکو ته د ایران د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د ایران او روسیې ترمنځ د هراړخیزو همکاریو سند لاسلیک کېږي
Dec 27, 2024 12:47په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي وویل: مسکو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر په لړ کې به، د ایران او روسیې ترمنځ د ملګرتیاوو جامع سند، د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو«مسعود پزشکیان» او ولادیمیر پوتین" له خوا لاسلیک شي.
-
د یوریشیا په اتحادیه کې د ایران څارونکي غړیتوب ولې مهم دی؟
Dec 27, 2024 12:38د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، د یوریشیا په اقتصادي اتحادیه کې د ایران د څارونکي غړیتوب د هرکلي ترڅنګ، د تهران او د دغې اتحادیې د پنځو غړیو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د موافقې عملي کېدل، د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ د تبادلې د نوي فصل په توګه یاد کړ چې بل ګام به د ټرانسپورت په برخه کې د همکارۍ پراخول وي.
-
د دریو هیوادونو نویو سفیرانو خپل باورلیکونه عراقچي ته وړاندې کړل
Dec 26, 2024 04:07له تهران څخه د چک جمهوریت د سفیر له خدای په امانۍ سره هممهاله د کیوبا، سیرالئون او کویت نویو سفیرانو خپل باورلیکونه د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ته وړاندې کړل.
-
د آذربایجان له ۷۲ مسافرو ډکه الوتکه قزاقستان کې نسکوره شوه
Dec 25, 2024 09:41د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې، د آذربایجان هېواد یوه الوتکه چې ۷۲ مسافر یې روسیې ته لېږدول، د قزاقستان په اکتاو ښار کې نسکوره شوې ده.
-
طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
Dec 25, 2024 09:37په کندهار کې په یوه نوي بدلون کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
-
ایران په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي
Dec 25, 2024 08:40د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، تهران په افغانستان کې له پرمختګ، ثبات، او دایمي امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي.
-
د ایران په اړه د برتانیې او آسټرالیا مغرضانه ادعاوې رد شوې
Dec 21, 2024 02:51د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پرون د آسټرالیا او انګلستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډه بیانیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت په تړاو ادعاوې بې اساسه او بې بنسټه وبللې او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې پر خپلو هغو سياستونو له سره کتنه وکړي چې د نړيوالو قوانينو له معيارونو سره په ټکر کې دي او د هېوادونو او لوېديځې آسيا سيمې په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.
-
پر پاکستان د امریکا بندیزونه نړیوال امنیت ته خطرناکې پایلې لري
Dec 20, 2024 02:46د پاکستان حکومت اعلان کړی چې پر پاکستان د واشنګټن بندیزونه تعصبي او نړیوال امنیت ته ګواښ دی او د سیمې د ستراتیژیک ثبات او همدارنګه نړیوال امنیت ته خطرناکې پایلې لري.
-
ترکیه په سوریه کې د ثبات د رامنځته کولو هڅې کوي
Dec 20, 2024 02:25د ترکیې ولسمشر په سوریه کې د یووالي او ثبات په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره د انقرې د چمتووالي خبره کړې ده.