-
د ایران د کورونا ۶۹۰۰۰ کسان ښه شوي دي
Apr 26, 2020 10:38زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزارت په کورونا ویروس د څه دپاسه نوي زره(۹۰۰۰۰) خلکو اخته کیدا ته په اشارې سره وویل تراوسه په دغه ناروغۍ نهه شپیته زره او شپږ سوه اوه پنځوس ککړ کسان روغ شوي او له روغتونونو خپلو کورونو ته تللي دي .
-
په عربستان او اماراتو کښې هم د کرونا ناروغان او مړي زیات شول
Apr 26, 2020 03:00په سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو کښې په کرونا د ککړو کسانو او هم داشان یې له امله د مړو شمیر زیات شوی دی.
-
ننګرهار کی دکرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکول کیږي
Apr 26, 2020 09:00زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس رحیم الله خوږیانی وایی دملګرو ملتونود یوینسیف اداری په مرسته به د دینی عالمانو او روغتیاپالانو سره په ګډه ددې ولایت ټولو ولسوالیو ته د یو موټریز کاروان په شکل سفر وکړي او خلکو ته به دکرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکړي .
-
د امریکا خلک د ټرمپ په حکومت هیڅ باور نلري
Apr 26, 2020 08:30سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړ په امریکا کښې د نوي تحقیق پایلې د دې ښودنه کوي چې د هیواد دریمه (۳) برخه خلک باوري دي د کورونا ویروس واکسین شته خو حکومت هغه له خلکو پټ ساتلی دی .
-
کورونا ویروس د خلکو وژلي ته هماغه راز دوام ورکړی
Apr 26, 2020 06:07زمونږخبریال راپور راکړ په ټوله نړۍ کښې د کورونا ویروس له کبله دوه لکه کسان مړه شوي دي .
-
په ایران کښې له کرونا وایرس سره په مبارزه کښې ستر کار ترسره شوی دی
Apr 26, 2020 03:24ولسمشر روحاني: د درملنې او طبي برخې د تجهیزاتو او د خلکو د اړتیاؤ په تامینولو کښې له ځینو ستونزو سره سره په ایران کښې ډیر ستر کار ترسره شوې دی.
-
په هند او پاکستان کښې د کرونا تازه خبرونه
Apr 26, 2020 03:19په هند او پاکستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو او هم داشان یې له امله د مړو شمیر زیات شوې دی.
-
اسلامی ایران دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد
Apr 25, 2020 07:31د روغتیائي چارو نړیوالې ادارې ، دایران اسلامی جمهوریت دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد پيژني او د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ په زمینې کې هم د روغتیا له نړیوالې ادارې سره ئې ډير ښه، په زړه پورې او نزدې ارتباطات ټينګ دي .
-
د افغانستان په ختیځي ولایتونوکې دکروناویروس له امله د مړوشمیرپه زیاتیدودی
Apr 25, 2020 10:00د ننګرهار د عامی روغتیاریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل وایي دکونړ ولایت د عامی روغتیا دپخوانی مشر په مړینې سره سره په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس له امله د مړوشمیر شپږ تنو ته ورسید.
-
امریکه کښې د کورونا وایرسو قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت
Apr 25, 2020 01:58د امریکایي جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له ۵۰زرو اوښتی دی.