-
د پاکستان ولسمشر د هندوستان د تیري په هکله خبرداری ورکړ
Apr 25, 2025 07:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د سیلانیانو پرضد له مرګونې حملې وروسته د اسلام اباد پرضد تورونه بې اساسه وبلل او خبرداری یې ورکړ چې پاکستان هر ډول خارجي ګواښ او تیري ته سمدستي ځواب ورکولو ته تیار دی.
-
پاکستان د هند د پرېکړې په غبرګون کې واهګه سرحد بند کړ
Apr 25, 2025 04:07د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته د زیاتېدونکي کړکېچ پر دوام کښې، پاکستان پرون د هند د اقداماتو په غبرګون کې د واهګه بارډر تړلی دی.
-
د ایران او پاکستان په ګډو سرحدونو کې په ترانسپورټي سهولتونو رامنځته کېدو ټینګار وشو.
Apr 24, 2025 08:08پارس ټودي - په کویټه کې د ایران اسلامي جمهوریت د سرکنسولګرۍ سرپرست د پاکستاني لاریو لپاره د ایران هرې نقطې ته د اسانه سفر د اسانتیاوو یادونه وکړه او د پاکستان پر دولت یې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د ګډو سرحدونو په اوږدو کې د سوداګریز ترانسپورټ د روانولو لپاره جدي هڅې وکړي.
-
هندوستان د پاکستان په وړاندې سخت اقدامات پیل کړل
Apr 24, 2025 07:40د هندوستان لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د کابینې امنیتي غونډه پرون ترسره شوه، چې په کې د پاکستان په وړاندې سختې پرېکړې وکړې.
-
هند له پاکستان سره د اړیکو کمولو یو لړ اقدامات اعلان کړل
Apr 24, 2025 02:48د هند د بهرنیو چارو وزیر، ویکرام مسري، وویل چې د برید تر شاه د سرحد پورې اړخ نه لاسوهنه شته او دا موضوع د امنیتي کابینې په ځانګړې غونډه کې مطرح شوې.دپاکستان خارجه وزیر هم ویلی دی چی که هندوستان سره کوم اسناد او ثبوتونه موجود دي نو وړاندی دې کړي .
-
په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې درې پاکستاني پوځیان ووژل شول
Apr 23, 2025 11:06د رسنیو په حواله، په پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبو کې په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
-
پاکستان ۱۷۵ نور افغان بندیان هم خوشې کړل
Apr 23, 2025 09:57د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، د پاکستان له بندخونو څخه تازه ۱۷۵ نور افغان بندیان خوشې او افغانستان ته ستانه شول.
-
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکریټري پاره چنار ته رسیدلی
Apr 22, 2025 13:51زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې چیف سیکریټري شهاب علي شاه د کرمې ضلعې مرکز پاره چنار ته ورسید چې د پاره چنار د پیښې په هکله د سیمې له مشرانو سره کتنه او خبرې وکړي.
-
د افغانستان یولک کډوال له پاکستان څخه تللي دي
Apr 22, 2025 12:14زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په تیرو دریو اونیو کښې د افغانستان څه د پاسه یولک کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته تللي دي.
-
طالبانو له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کرکې لامل وباله
Apr 22, 2025 10:07زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د کډوالو پر جبري اېستلو نیوکه کړې او د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کرکې لامل بللی دی.