هندوستان د پاکستان په وړاندې سخت اقدامات پیل کړل
Apr 24, 2025 11:10 Asia/Kabul
د هندوستان لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د کابینې امنیتي غونډه پرون ترسره شوه، چې په کې د پاکستان په وړاندې سختې پرېکړې وکړې.
په دغه پرېکړو کې د سند اوبو تړون وځنډول شو، د اټاري سرحدي لاره وتړل شوه او د پاکستاني وګړو لپاره د سارک ویزې لغوه شوې.
همدارنګه، د پاکستان پوځي سلاکاران له ډیلي څخه وشړل شول او د سفارتخانو د کارکوونکو شمېر کم شو.
هند د کشمیر د ترهګریز برید په غبرګون کې یاد سخت اقدامات پیل کړل.
د اپریل په ۲۲مه په پاهلګام کې د ترهګریز برید له امله ۲۷ سیلانیان ووژل شول، چې هند یې مسؤل پاکستان بولي.
خو پاکستان له وړاندې ویلي، چې په دغه برید کې هیڅ ډول لاس نلري.
ټیګونه