-
د صهیونیسټي رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه دي
Nov 29, 2023 09:54د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره، د دغه رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه وبلل.
-
پر غزې تړانګې په اوسط ډول ۳۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي
Nov 29, 2023 09:35د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال وویل: پر غزې تړانګې په اوسط ډول په ۳۵ زره ټنه چاودېدونکو توکو سره، په بې رحمانه توګه بمبارې شوې ده.
-
په جاپان کې یوه امریکايي پوځي الوتکه نسکوره شوې ده
Nov 29, 2023 08:59د جاپان ساحلي ګارډ د جاپان په سویل لوېدیځ کې د یوې امریکايي پوځي الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړی.
-
د راشد او نبي لپاره نوی زیری
Nov 29, 2023 08:43د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي دویم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.
-
د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار
Nov 29, 2023 08:38د عربي او اروپایي هېوادونو مشرانو په غونډه کې پر دې هوکړه شوې چې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې یوازینی حل، د دوو بېلو دولتونو جوړېدل دي.
-
د نړۍ لپاره به د طالبانو د رسميت پېژندنې پايلې ډېري ترخې وې
Nov 29, 2023 08:26د «جمعیت اسلامي افغانستان» ګوند لوړپوړی غړی محمد اسماعيل خان ویلي چې «نړۍ د طالبانو او افغانستان د شرایطو په ليدلو سره جرأت نه کوي، چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي، د دې کار پايلې به ترخې وي.»
-
طالبانو په بدخشان کې د تحریر ګوند ۴۵ غړي نیولي
Nov 29, 2023 08:09د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د طالبانو استخباراتو ادارې د تحرير ګوند ۴۵ غړي نيولي، چې ټول يې ځوانان او د بدخشان پوهنتون محصلين دي.
-
هند کې د ژغورنې تر ټولو خطرناک عملیات بریالي شوي
Nov 29, 2023 07:58هندي چارواکو او رسنیو د هغو ۴۱ تنه کارګرانو د ژوندي او سالم ژوغورلو خبر ورکړی، چې ۱۷ ورځې وړاندې د دغه هېواد په شمال اتراکنډ کې د کار پر مهال په یو تونل کې د ځمکې ښوېيدو له امله بند پاتې وو.
-
نړۍ عملاً په رسمیت پېژندلي یوو
Nov 29, 2023 07:49د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا لري چې نړیوالې ټولنې په عمل کې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
-
امریکادې د ایران په ضد له چټي او تکراري تورونو ډډه وکړي
Nov 29, 2023 03:54په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمی استازي یوځل بیا د تهران په ضد دواشنګټن د بې اساسه تورونو په ردولو سره ووئیل،ایران هیڅکله هم د امریکائي عسکرو په ضد په کومې حملې کې لاس نه دی درلودلی.