-
په نیواکي سیمو کې پر نتنیاهو د نیوکو زیاتوالی/ د نتنیاهو څرګندونې پوچې دي
Jun 16, 2026 12:17پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم رسنیو د «بنیامین نتنیاهو» پر وروستیو څرګندونو نیوکې کړې او هغه یې پوچې خبرې او د «لومړۍ درجې احمق» څرګندونې بللې دي. دوی ویلي چې هغه باید له ایران سره جګړې ته نه وای داخل شوی.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټي جګړهییز ماشین پر ضد د حزبالله ۲۶ عملیات
Jun 15, 2026 17:27پارس ټوډې – د لبنان حزبالله اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د مرکزونو او تجهیزاتو پر ضد ۲۶ عملیات ترسره کړي دي.
-
پاکستان به په جنیوا کې د ایران امریکا د هوکړې د لاسلیک د دستورو کوربه وي
Jun 15, 2026 15:50د پاکستان لومړي وزیر د ایران او امریکا ترمینځ د جنګ پای ته د رسېدو هوکړه یوه تاریخي پېښه وبلله او د ایران د ستر رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهاي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان څخه د مننې ترڅنګ ئې ووئیل؛د هوکړې د لاسلیک مراسم به د پاکستان په کوربهتوب سره د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شي.
-
د ایران او امریکا د موافقې د ټینګښت د هڅو ملاتړ کوو
Jun 15, 2026 15:01د پاکستان خارجه وزیر سناتور محمد اسحاق ډار نن سهار په یوه پیغام کې وویل:پاکستان د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د رامنځته شوې تفاهم تود هرکلی کوي.
-
د ایران او امریکاپه موافقې سیمهییز او نړیوال غبرګونونه دوام لري
Jun 15, 2026 14:53پارس ټوډې – د لبنان د جنوب اوسېدونکي د ایران او امریکا ترمینځ د موافقې او اوربند له اعلان وروسته سړکونو ته راووتل او د خوښۍ جشنونه ئې جوړ کړل.
-
واشنګټن پوسټ؛ ټرمپ له ایران سره د جګړې له مخکیني حالت ته د ستنېدو جشن جوړوي
Jun 15, 2026 14:42پارس ټوډې – واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ایران او امریکا د تفاهملیک په اړه په یوه راپور کې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ اوس د فرورۍ له ۲۸ نېټې څخه د مخکیني وضعیت د بېرته ګرځېدو جشن نیسي؛ داسې حالت چې د ځینو کارپوهانو په باور په حقیقي معنا بشپړ شاتګ ګڼل کېږي.
-
له امریکا سره د تفاهم یاددښت ، اودوه بیړني اقدامات
Jun 15, 2026 14:19پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت بهرنیو چارو وزارت مرستیال له امریکا سره د شوي تفاهم په اړه وویل چې د دوشنبې د ورځې له سهار څخه دوه سمدستي بدلونونه رامینځته کېږي؛ لومړی د لبنان پشمول په ټولو جبهوکې د جګړې پای ته رسېدل او دویم د سمندري کلابندئ ختمېدل دي.
-
د اروپا څلورو هیوادونو د ایران پرضد د بندیزونو ختمولو ته شین څراغ وښود
Jun 15, 2026 06:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی څلورو اروپايي هیوادونو انګلستان، فرانسې، جرمني او ایټالیا د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې د هرکلي په ترڅ کښې وویل دوې چمتو دي د ایران اټومي پروګرام په اړونده د ګامونو په وړاندې د ایران پرضد بایکاټونه ختم کړي.
-
په اسلام اباد کې د ایران او امریکاترمینځ دجنګ د پآي د تفاهم یاددښتمتن نهائي شو
Jun 15, 2026 05:51ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکریټریټ د امریکا او د ایران ترمینځ د جنګ د ختمیدا د موافقې په اړه د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ د ترسره شویو موافقو پراساس د لبنان په شمول ټولو جبهو کښې پوځي عملیات او جنګونه له بیګا شپې څخه په سمدسي او دائمي ډول پاې ته رسیدلي دي او په دې سربیره د ایران پرضد سمندري کلابندۍ سمدستي او په کامل ډول ختمیږي.
-
فرانسې د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ
Jun 15, 2026 05:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» د ایران او د امریکا د موافقې په هرکلي سره د موافقې په کامل او چټک ډول د اجرا کولو غوښتنه وکړه.