د نړۍ تر ټولو غټه چیندخه وموندل شوه
زمونږ خبریال وايي د ارام سمندر په سولومن ایي لینډ (Solomon island)نامې جزیرې کښې د یوه (۱) کلي وسیدونکي څو ورځې مخکې دومره لویه چیندخه (چونګښه) نیولي ده چې د یوه نوزیږي ماشوم په اندازه ده .
د سولومن ایي لینډ جزیرې وسیدونکي «جیمي هوګو» چې د لرګیو کاروبار کوي ځنګل ته د ښکار لپاره لاړه چې په لاره کښې یې داسې چیندخه ولیدله چې د نوزیږي ماشوم په اندازه وه او وزن یې له یو(۱) کلوګرام څخه زیات و .
جیمي هوګو چې کله دغه چیندخه ونیوله او کلي یې راوړه نو د کلي خلک بیخي حیرانه شول .
جیمي هوګو د دغه چیندخې عکس او ویډیو په اینټرنیټ باندې خپره کړه او ډیرو خلکو دغه عکس او ویډیو خوښه کړه .
کارپيژاندي وايي چې دا یوه(۱) کورنوفیر ګوپي (conufer guppyi) چیندخه ده او ددغه نسل چیندخې له لسو(۱۰) انچو څخه اوږدې کیدلای شي .